لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور هايي کورټ د پوځي عدالتونو نه سزا شويو تنانو په مقدمو کې د حکومت نه رېکارډ غوښتی 


په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د حملې وروسته په 2015 کې پارليمان يويشتم ائيني ترميم منظور کړو او د پوځي عدالتونو اختيار يي نور هم وغزولو او په ترهګرو يي پوځي عدالتونو کې د مقدمو منظوري ورکړه
په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د حملې وروسته په 2015 کې پارليمان يويشتم ائيني ترميم منظور کړو او د پوځي عدالتونو اختيار يي نور هم وغزولو او په ترهګرو يي پوځي عدالتونو کې د مقدمو منظوري ورکړه

د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ او جسټس نعيم انور باندې مشتمل دوه کسيزه بېنچ د پاکستان پوځي عدالتونونه د ترهګرۍ په تور سزا شوي څه د پاسه ۱۲۰ تنانون په کېسونو کې د ريکارډ د کمي امله د مقدمو اورېدنه د اکتوبر ۱۳ مه پورې ځنډولې ده۔

عدالت حکومت ته امر کړی چې راتلونکی اورېدنې پورې د دغه کېسونو سره اړونده ټول ريکارډ دې عدالت کې جمع کړي۔

بلخوا سرکاري وکيل وايي چې د عدالت لخوا کوم فهرست ورکړی شوی دی نو حکومت به د هغې مطابق په دغه کېسونو کې خپل ريکارډ جمع کړي۔

د پېښور هايي کورټ وکيلان وايي د ترهګرې په تور سزا شوي دغه تنانو ته پوځي عدالتونو د پنځوو کالو نه تر عمر قيد پورې او ځينو ته پکې د مرګ سزاګانې اوروول شوي دي۔

د پوځي عدالتونو لخوا د ترهګرې په تور سزا شوي تنانو د کېسونو اورېدنې په اړه د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل چې د ځيني کېسونو ريکارډ د نشتوالي له امله د کېس د اورېدنې د اکتوبر د مياشتې ۱۳ نېټه وټاکلی شوه۔ " دا ټول ۲۲۲ کېسونه دي نو په مخکني تارېخ کې هم ۵۰ نه ۶۰ کېسونو پورې رېکارډ راغلې و، او په پروني کېسونو کې هم په څه کې ريکارډ راغلی و څه کې نه و راغلی، چونکې ريکارډ مکمل نه و نو دې وجې نه يي ورته امر ووکړو چې راتلونکي تاريخ نه مخکې دا ريکارډ جمع کړی"

نوموړي زياته کړه چې د دې نه وړاند د پېښور هايي کورټ د پوځي عدالتونو نه سزا شویو تنانو کومی سزاګانی مطعل کړېدي نو هغه د حکومت لخوا په سپريم کورټ کې د چلينج کېدو وروسته تر اوسه پورې نه دي فېصله شوي۔ " په ۲۰۱۸ کې د ۷۴ تنانو هايي کورټ فېصله کړی وه او د هغو د رهايې ارډر يې کړی و چې دا د سزا حقدار نه دي د دوي خلاف شهادتونه نشته، هغه اپيل بيا سرکار لاړو سپريم کورټ ته نو په سپريم کورټ کې اوس زېر التوا دې، بيا په جون ۲۰۲۰ کې کوم دوباره ارډر شوی و نو په هغې کې د ۱۹۶ کسانو د رهايې ارډر شوی و نو هغه هم حکومت په سپريم کورټ کې چلينج کړی دی نو هغه هم پېنډنګ دی"

ياده دې وي چې په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د حملې وروسته په 2015 کې پارليمان يويشتم ائيني ترميم منظور کړو او د پوځي عدالتونو اختيار يي نور هم وغزولو او په ترهګرو يي پوځي عدالتونو کې د مقدمو منظوري ورکړه۔ له دې نه وړاندې د پاکستان پوځي عدالتونو ته د پاکستان ارمي اېکټ 1952 لاندې يواځی د پوځي اهلکارو خلاف د مقدمو د اورېدو اختيار ترلاسه و۔

د پېښور هايي کورټ بېرسټر عامر چمکني وي او ای ډيوه ته وويل چې کومو خلقو په عدالت کې درخواستونه جمع کړي نو هغو دريځ خپل کړی چې دوی ته د آئين د ۱۰ مادې مطابق د اپېل او دليل او د خپلې خواښې وکيل د نيولو حق نه دی ورکړی شوی، هغه وايي چې هايي کورټ هم د داسې ډول نورو کېسونو په اړه په خپله تېره فېصله کې دا نقطې په نښه کړېدي۔

د حکومت لخوا په دغه کېسونو کې پيشي کوونکي سرکاري وکيل د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وويل چې د آئين ارټېکل 199 د 5 مادې ترمخه د پوځي عدالتونو فېصلو پرضد په هايي کورټ کې رټ نه شي کېدلی او دا چې په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ په تور نيول شویو تنانو ته د قانون مطابق سزا ورکړی شوېده۔

سرکاري وکیل وويل چې هايي کورټ کوم لسټ د رېکارډ د پاره ورکړېدی نو حکومت به د هغې مطابق په عدالت کې ريکارډ جمع کړي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG