لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: پاکستان د امریکې سره دوستانه اړيکو پراخولو ته لېواله دی


شهباز شريف زياته کړې، "امریکا د پاکستان غټ تجارتي شراکت دار هېواد دی، په تېر وخت کې امریکې په پاکستان کې د 32 اربه ډالرو پانګونې کړي، که چرته سمه منصوبه بندي او په سمه څارنه کې دا پانګونې کارول شوی وی نو نن به مونږ چاته لاس نه نيوه"
شهباز شريف زياته کړې، "امریکا د پاکستان غټ تجارتي شراکت دار هېواد دی، په تېر وخت کې امریکې په پاکستان کې د 32 اربه ډالرو پانګونې کړي، که چرته سمه منصوبه بندي او په سمه څارنه کې دا پانګونې کارول شوی وی نو نن به مونږ چاته لاس نه نيوه"

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، "پاکستان د امريکې سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته ودې ورکولو ته لېواله دی، د پاکستان او امریکې اړيکو ته د چين او افغانستان په تناظر کې کتل نه دي پکار، امریکې د مختلفو پروګرامونو او پروژو د لارې په سخت وخت کې د پاکستان مرسته کړې ده".

په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم هم ویلي، "امریکا د پاکستان سره اړيکې مخ په وړاندې بوتلل غواړي، او په وروستيو کې ځينې خلکو د دواړو هېوادونو اړيکو ته د چين او هند د محدوده زايو څخه کتلو هڅه کړې خو دا يو ناسم يا غلط ګڼل کېدونکی تصور دی".

د امریکې سفير او د پاکستان وزيراعظم دغه څرګندونې پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [29 ستمبر] په اسلام باد کې د امریکې په سفارتخانه کې راجوړه غونډه کې کړي دي.

ياده غونډه د امریکې او پاکستان د 75 کالو د اړيکو د کليزې نمانځلو په مناسبت راجوړ شوې وه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف چې د دغه دستورې خصوصي مېلمه وو، نوموړي دستورې ته په وېنا کې ويلي، "مونږ د دواړو هېوادونو دوستانه اړيکو ته ودې ورکولو ته لېواله يو، چې تېر هېر کړو د سنجيده خبرو د لارې مخکې تلی شو"، هغه په سېلابونو کې د امریکا د مرستو مننه کړې ده.

شهباز شريف زياته کړې، "امریکا د پاکستان غټ تجارتي شراکت دار هېواد دی، په تېر وخت کې امریکې په پاکستان کې د 32 اربه ډالرو پانګونې کړي، که چرته سمه منصوبه بندي او په سمه څارنه کې دا پانګونې کارول شوی وی نو نن به مونږ چاته لاس نه نيوه".

په دغه موقع په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم وويل، "د دوه اړخيزه 75 کاله اړیکو کليزې نمانځلو دا موقع مونږ ته په خپلو اړيکو د غور کولو او ورسره د لسيزو په موده خورو حقیقي لاسته راوړونو ياد راتازه کوي. د امریکا شرکت داري د پاکستان د اقتصادي ثبات په لړ کې مرستندويه ګرځېدلې او په ځينو چارو کې دا د نړۍ په بدلولو کې مددګاره ثابته شوې ده".

ډونلډ بلوم ویلي، "دا موقع ده چې مونږ غور وکړو چې زمونږ د راتلونکې شراکت دارۍ به څه معنا وي. زما يقین دی چې مونږ په یو مهم پړاو ولاړ يو د څو کلونو راهسې زمونږ اړيکو ته د سيمه ييزه زاويي څخه کتل کيږي، د سړې جګړې نه راواخله په افغانستان کې په تيرو څو لسيزو کې امنيتي وضع زمونږ په بیانيه حاوې پاتې شوې او زمونږ د اړيکو نورې مهمې برخې يې پټې کړي دي".

"دغه شان په وروستيو کې ځینې خلکو زمونږ اړيکو ته د چین او هند د محدوده زایو څخه کتلو هڅه کړې، خو دا ناکافي او غلط ګڼل کېدونکی تصور دی".

نوموړي د پاکستان د اړيکو او په بېلابيلو برخو کې مرستو او همکارۍ باندې تفصيلي وېنا کړې او ویلي يې دي، په پاکستان کې په اوسنيو سېلابونو کې امریکې د پاکستان سره د شپږ کروړه او 60لکه ډالرو مرستې کړي چې پکې روانه اوونۍ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن اعلان کړي اضافي يو کروړ ډالره هم شامل دي.

نوموړي د پاکستان سره د مرستو دوامداره ساتلو ویلي دي.

ډونلډ بلوم ويلي، "د پاکستان سره د امریکې اړيکې په خپله توګه د ودرېدو جوګه دي، دا په ګڼ اړخيزه بنيادونو دي او دواړه هېوادونه د سيمې او نړۍ دپاره ډېر مهم دي".

هغه زیاته کړې "امریکې او پاکستان ته د داسې شرکت دارۍ تشريح کولو ضرورت دی کومه چې زمونږ شريکې ګټې مخ په وړاندې بوځي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG