لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند وایي یوازې پوځ سره نه بلکې هر چا سره مذاکراتو ته تیار دی


File Photo
File Photo

په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف لخوا یوازې د پوځ اؤ استخباراتي ادارې آي ایس آي سره مذاکراتو ته په امادګۍ ښودلو د حکومتي ایتلاف لخوا د شوؤ سختو نیوکو وروسته دغه ګوند ویلي چې د پوځي اسټیبلشمنټ په ګډون هر چا سره مذاکراتو ته تیار دي.

څیړونکي وایې په پي ټي آي د دغه ګوند مخالف سیاسي ګوندونه ښکاره دا تور لګوي چې 2018م انتخابات یې د پوځ په مرسته ګټلي وو ځکه اوس هم دا ګوند ګڼي چې پوځ به یې ېو ځل بیا اقتدار ته راولي خو تحریک انصاف ګوند مدام دا تورونه رد کړې دي.

اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند یومرکزي مشر شهریار آپریدي ویلې وو چې د دوي ګوند ېوازې پوځي اسټبلشمنټ سره خبرو ته تیار دې.

د هغه په دې بیان حکومتي اتحاد کې شاملو ګوندونو سختې نیوکې کړې وې اؤ وروسته د پي ټي آي مرکزي ویاند روف حسن مطبوعاتو ته وویل چې پي ټي آي د اسټبلشمنټ پشمول هر چا سره مذاکراتو ته تیار ده.

هرکله چې تحریک انصاف ګوند سیاست کې د پوځ د کردار مخالفت کوي نو بیا ولې یوازې پوځ سره مذاکرات کول غواړي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال علي اکبر وایې چې دلته هر یو سیاسي ګوند د پوځ د زور نه خبر دې خو تحریک انصاف د پوځ نه زیات متاثره دی .

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي په تحریک انصاف ګوند نیوکه کیږي چې استخباراتي ادارې آي اېس آي ددې ګوند اقتدار کې راوستو د پاره ډیر کار کړی ؤ اؤ دا له هیچا پټه نه ده چې د آي اېس آي پخوانيو مشرانو جنرال(ر) شجاع پاشا اؤ جنرال(ر) فیض حمید د پاکستان تحریک انصاف سره څومره نزدې اړیکې درلودې.

علي اکبر وایې د پاکستان تحریک انصاف مشران په دې خبره پویه دي چې که اسټبلشمنټ سره یې کامیاب مذاکرات وشول نو بیا به سیاسي ګوندونو سره خبرې اسانې وي.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند روف حسن ویلي، هر کله چې یې پوځ سره مذاکرات وشول نو دا خبره به کوي چې د پوځ سیاسي کردار دې ختم شي اؤ باید چې هره یوه اداره خپل اییني حد کې دننه فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي دي چې ګني د کوم سیاسي ګوند حمایت یا مخالفت کوي.

سیاسي ګوندونوسره د مذاکراتو په هکله د تحریک انصاف ګوند ویاند وایې، دې مذاکراتو ېواځنې مقصد به دا وي چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې د پي ټي آي مینډیټ غلا شوی دی اؤ باید دغه مینډیټ یاد ګوند ته واپس ورکړل شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا غوښتنې خبریال عبدالله مومند غیر حقیقي ګڼي اؤ وایي موجوده وخت کې د پاکستان تحریک انصاف پوزیشن ډیر کمزورې دې، د ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه په میرمن یو شمیر مقدمې روانې دي، دواړه په جیل کې دي.

هغه وایي د ګوند اکثرو مشرانو باندې د نهم مئ د اړي ګړي پېښو کې د لاس لرنې تورونه هم دي، اؤ حالات ښیي چې د پاکستان تحریک انصاف اؤ پوځ ترمینځ تر هغه وخته مذاکرات امکان نه لري تر چې موجوده آرمي چیف په خپله څوکۍ ناست وي.

تر دې وړاندې د سینیټ غونډه کې د واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) سینیټر عرفان صدیقي تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه اؤ ویلې یې وو که چرې پاکستان تحریک انصاف د احتجاج د پاره محمود خان اچکزې سره خبرې کولې شي اؤ مولانا فضل الرحمان سره ناسته کولې شي نو بیا نورو ګوندونو سره مذاکراتو کې ورته څه مشکل دې؟

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې د یو شمیر مقدمو له امله جیل کې پروت دی،هغه به مدام په مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اچکزې ښکاره کلکې نیوکې کولې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG