د پاکستان صدر او وزیراعظم د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې د پخواني سېنېټر د وژنې پېښه غندلې، او پوځ دعوه کړې، باجوړ کې یې عمليات کړي او مهم "ترهګر کمانډر" یې وژلی دی.
باجوړ کې پرون په درېمه جولايۍ د پخوانی سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه سره څلور نور کسان په چاودنه کې وژل شوي وو.
پوليسو ويلي، هدايت الله خان د انتخابي کمپاين په وخت په ډمه ډوله علاقه کې په نخښه کړل شوی دی.
تراوسه پورې چا هم په پخواني سېنېټر د برید زمه واري نه ده منلې.
تحریک طالبان پاکستان او داعش په باجوړ کې په امنیتي ځواکونو، حکومت پلوه قبايلي او سياسي مشرانو باندې د زياترو بريدونو زمه وارۍ قبلوي، خو تحریک طالبان پاکستان ويلي، په پخواني سېنېټر بريد کې لاس نه لري.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري د پخواني سېنېټر هدايت الله خان او هغه د نورو په وژنه د ژور خفګان څرګندونه کړې ده. صدر د ترهګرۍ دغه پېښه په کلکه غندلې او د وژل شوو د کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم په ياده پېښه خفګان څرګند کړی او پېښه کې د زمه وارو معلومولو او هغوی ته د قرار واقعي سزا ورکولو لارښوونه یې کړې ده.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، شهباز شریف ويلي، "د ترهګرۍ دغه پېښه چې څومره وغندل شي کمه ده، ترهګر د ملک د امنيت او جمهوریت دښمنان دي". نوموړي زياته کړې، "ترهګر د پاکستاني قام حوصلې نه شي ماتولی، د ملک څخه به د ترهګرۍ نوغی ويستلی شي".
د خېبرپښتونخوا مشير اطلاعات بېرسټر سېف هم باجوړ کې د بم چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي، "پخوانی سېنېټر او نورو پرامنه وګړي وګړي په نخښه کولو ناوړ عمل دی، پېښه د افسوس وړ ده، وزیراعلا علي امين ګنډاپور د پوليس او نورو لوړ پوړو چارواکو نه د پېښې رپورټ طلب کړی او نوټس یې اخستی دی".
باجوړ کې ياده پېښه په داسې وخت کې شوې چې په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.
د پاکستان پوځ پرون دعوه کړې، باجوړ کې یې د مهم ترهګر د موجودګۍ په استخباراتي اطلاع عمليات کړي، د عملياتو په وخت نښته کې یې "مهم ترهګر عرفان الله عرف عدنان وژلی دی".
پوځ ویلي، هغه د امنيتي ځواکونو پرضد يو شمېر ترهګرو بريدونو، قلنګ اخستو او عامو خلکو په وژنو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو.
Forum