لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له زرداري سره د حامد میر مرکه پر ټي وي د چا په وینا له خپریدو پاتې کړی شوه؟


پخوانی صدر آصف علي زرداري اوس د نېب په قید کې دی
پخوانی صدر آصف علي زرداري اوس د نېب په قید کې دی

د پاکستان یو وتلي خبریال حامد میر ویلي، چې د پخواني صدر او د پیپلز پارتۍ شریک مشر اصف علي زرداري سره د ده مرکه په جیو ټیلیوېژن له خپرېدو څو دقیقې وروسته د چا په وینا بنده کړای شوه.

حامد میر په خپل ټویټر لیکلي، چې "د اصف علي زرداري مرکه په لومړیو څو دقیقو کې بنده کړای شوه خو هغه خلک ددې مرکې د بندولو لپاره یې ټیلیفون کړی دا جرات نشته چې په ښکاره دا ومني."

حامد میر په ټویټر خپلو کتونکو ته ویلي، چې هڅه به کوي چې معلوم کړي دا کار چا کړی خو یوه خبره ښکاره ده چې "مونږ په یو ازاد هېواد کې نه اوسېږو."

نوموړي ویلي، چې په کال ۲۰۰۷ کې یې د عمران خان مرکه هغه وخت کړې وه چې دی محرور وو او هاغه مرکه یې بیا په ټي وي خپره کړې هم وه. په دغې مرکه کې عمران ده ته دا هم ویلي و چې څنګه دی له پولیسو پټ شوی دی. بیا یې پوښتنه پورته کړې چې که هغه مرکه خپرېدای شوه نو دا ولې نه؟

په دې موضوع اوس په ټولنیزو رسنیو تود بحث روان دی او دا د رایې د اظهار او د مطبوعاتو د ازادۍ پرضد یو ګام بلل کېږي.

د پیپلز پارټۍ شریک چېرمن او د اصف علي زرداري ځوی بلاول بوټو زرداري په خپل غبرګون کې په ټویټر ویلي:

"حکومت یواځې هغه اورېدل غواړي چې یې خوښ وي. د زرداري مرکه له پیلېدو څو دقیقې وروسته بنده کړای شوه. د جنرال مشرف، جنرال ضیا او نوي پاکستان کې څه فرق نشته."

د مطبوعاتو د ازادۍ د څار نړیوالې ادارې (سي پي جې) د حامد میر ټویټ ته په غبرګون کې ویلي، دا د بیان په ازادۍ یو ګوزار دی.

په دغې مسله په خپل ټویټ کې یو بل وتلي خبریال سلیم صافي د اصف علي زرداري د مرکې د نه خپرولو ګام غندلی دی او لیکلي یې دي چې "دا خبره سمه ده که د احسان الله احسان مرکه په ټي وي چلیدای شي نو د پخواني صدر ولې نه شي چلېدی او د حامد میر دا خبره صحیح ده چې په نوي پاکستان کې د رایې د اظهار ازادي نشته."

​په پاکستان کې د معتبرې امریکایي ورځپاڼې والسټریټ جرنل خبریال سعید شاه په ټویټر لیکلي چې په پاکستان کې د پرېس سېنسرشیپ ورځ تر ورځه زیاتېږي.

له حامد میر سره د پخواني صدر آصف علي زرداري مرکې نه خپرولو دغه خبر، په پاکستان کې د مطبوعاتو په آزادۍ یوځل بیا تود بحث راپورته کړی او د رایې د اظهار د آزادۍ پلویانو، د عمران خان پر حکومت تور لگولی چې پر مطبوعاتو یې قدغنونه، تر ټولو پخوانیو حکمرانانو، زیات کړي دي.
د عمران خان حکومت، سیاسي مخالفین په جیلونو کې اچولي او نن هم د مخالفه سیاسي ډلې مسلم لیگ ن مهم غړی، رانا ثنا الله گرفتاره کړی شوی دی. د عمران خان په حکومت دا تور هم لگیږي چې د احتساب قانون د مخالفینو پر ضد د سیاسي انتقام دپاره کاروي.
څیړونکي پر عمران خان دا تور هم لگوي چې د ده په شا پوځ ولاړ دی او دی هر هغه څه کوي کوم چې پوځ غواړي.
د عمران خان د گوند غړو او پخپله عمران خان، دغه تورونه تل رد کړي او وایي چې د منډیټ د عوامو په ووټ راغلی او د احتساب عمل به پوره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG