لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په زندانونو کې په زرهاو قېدیان د کرونا وایرس د خطر سره مخامخ دي


د جنوبي اېشیا لپاره د بخښني نړیوالې ادارې یوې چارواکي ریمېل محي الدین ویلي پاکستان د کرونا وایرس د دوهمي څپې سره مخ دی او چارواکي په زندانونو کې د بندیانو شمېر په راکمولو کې پاته راغلي دي چې له امله یې هلته وضع ډېره خرابه شوې ده
د جنوبي اېشیا لپاره د بخښني نړیوالې ادارې یوې چارواکي ریمېل محي الدین ویلي پاکستان د کرونا وایرس د دوهمي څپې سره مخ دی او چارواکي په زندانونو کې د بندیانو شمېر په راکمولو کې پاته راغلي دي چې له امله یې هلته وضع ډېره خرابه شوې ده

د بشري حقونو په یو تازه رپورټ کې د پاکستان په جېلونو کې د کرونا وایرس د مخنیوي په ګامونو سختې نیوکې شوي او وایي دغه زندانونو کې په زرهاو قیدیان له خطر سره مخ دي چېري چې تر ګنجایش زیات خلک ساتل کیږي او صحي شرایط هم سم نه دي.

اېسوسي اېټېډ خبري ادارې په یو خبر کې ویلي، د کرونا وایرس په لومړیو ورځو کې د پاکستان حکومت په زنذانونو کې د بندیانو شمېر راکمولو ژمنه کړې وه خو دغه شمېر کې د کمي پر ځای د شپږ زره نورو کسانو زیاتوالی شوی دی او ځېني خوشي کړل شوي زندانیان بیرته نیول شوي دي.

په لندن کې دفتر لرونکې د بخښنې نړیوالې ادارې او د انصاف پروژې په نوم غیر دولتي ادارې د 37 پاڼو په یوه ګډ ریپوټ کې ویلي، زندانیان د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي او ږغ یې کړی د ځینې قیدیانو د خوشي کولو لپاره دي نوي هڅې وشي، په ځانګړې توګه د ډېر عمر زندانیان، ښځي او “د ضمیر قیدیان” دي خوشې کړل شي.

د جنوبي اېشیا لپاره د بخښني نړیوالې ادارې یوې چارواکي ریمېل محي الدین ویلي پاکستان د کرونا وایرس د دوهمي څپې سره مخ دی او چارواکي په زندانونو کې د بندیانو شمېر په راکمولو کې پاته راغلي دي چې له امله یې هلته وضع ډېره خرابه شوې ده.

د کرونا وایرس په لومړیو اونیو یا د فیبرورۍ په میاشته کې د اسلام اباد عالي محکمې امر کړی وو هغه بندیان دي خوشي کړل شي چې په وړو جرمونو ککړ دي یا یې له مخه ضمانتونه منسوخ شوي دي، خو د مارچ میاشتي په پای کې بیا ستري محکمې د کرونا وایرس له امله ورکول شوي ټول ضمانتونه منسوخ کړل او خوشي کړل شوي زندانیان بیرته ونیول شول.

په پاکستان کې د جسټس پراجیکټ مشره ساره بلال وایي وزیراعظم عمران خان هم په ځینو وړو مقدمو کې د بندي ښځو د خوشي کولو امر کړی وو خو لاتر اوسه دغه ښځې هم نه دي خوشي کړل شوي.

د عمران خان حکومت تر دې اوس مهاله د بشري حقونو د ادارو دې ګډ ریپورټ ته څه غبرګون نه دې ښودلې.

په لندن پوهنتون کې د جرمونو او عدل د څېړني اداره وایي په پاکستان کې تر کرونا وایرس له مخه هم جېلونه په خطرناکه ډول ډک وو او زیاته وي دغه بنديخانې چې د 58 زره کسانو لپاره ځای لري هلته تر 80 زره پوري زندانیان ساتل کېږي.

د اې پي خبري اداره وایي د ابادي په لحاظ د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب په جېلونو کې سږ کال د اپریل په میاشته کې د کرونا وایرس یوازي 86 پېښي رامنځته شوي وې خو له هغه ورسته حکومت په زندانونو کې د کرونا وایرس ریپوټونه ورکول بند کړل خو خبر وايي د پنجاب په جېلونو کې 16534 د کرونا وایرس ټسټونه شوي دي چې پکې 1345 ټسټونه مثبت راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG