لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اطلاتو وفاقي وزیر وايي اتلسم اييني ترمیم ځينې نقصونه لري چې سموول یې پکار دي


په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني لېډر سردار حسېن بابک وايي د ملک ګټه په دې کې ده چې ايين کوم اختيار صوبو ته ورکړی په هغې عمل وشي
په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني لېډر سردار حسېن بابک وايي د ملک ګټه په دې کې ده چې ايين کوم اختيار صوبو ته ورکړی په هغې عمل وشي

د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز ويلي موجوده حکومت د اتلسم ترميم خلاف نه دی خو په ترميم کې نقصونه شتون لري چې سموول یې مهم دي.

شبلي فراز دا هم ویلي چې د اتلسم ترمیم نه پس پکار ده چې وفاقي حکومت د کارکوونکو تعداد کم شوی وی خو دا شمېره کمېدو په ځای زیاته شوي ده.

خو په خېبر پښتونخوا کې د سياسي چارو پوهان وايي چې د اتلسم ترميم وروسته يو شمېر محکمې صوبو ته حواله کړل شوي نو څنګه د ملازمينو بوج په مرکز سېوا دي؟

کارپوهان وايي مرکزي حکومت ځکه په اتلسم ترميم کې لاس وهنه کوي چې غواړي ټول مالي وسایل يو ځل بيا مرکز ته په لاس ورشي۔

څېړونکي وايي د صوبو خودمختاري ختمولو سره په ملک کې انتشارپېدا کېدلې شي، دوئ وايي د اتلسم اييني ترميم له امله د صوبو او مرکز ترمنځه ستونزې ختمولو د پاره بايد حکومت په ټولو سياسي مشرانو مشتمل يو کمېشن جوړ کړي چې دغه شخړه هواره کړل شي۔

د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز په اسلام اباد کې د خبري غونډي په مهال وېنا وه چې "د اتلسم ترميم وروسته چې کوم وزارتونه تقسيم کړل شوي دي نو د هغې باوجود د وفاقي حکومت چې د ملازمينو کوم حجم دی هغه د کمېدو په پرځاۍ سېوا شوی دی، د اتلسم ترميم څوک هم خلاف نه دي خو په هغې کې چې کوم نقصونه شتون لري هغه سمول ضروري دي، دا چې کوم د صوبايي او مرکزي حکومتونو ملازمينو ترمنځه عدم توازن دی دا هم حل کولو ډېر ضروري دي"

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني لېډر سردار حسېن بابک وي او ای ډيوه ته وويل که چېرې وفاقي حکومت اتلسم اييني ترميم په مکمله توګه عملي کړي نو دغې سره به په مرکزي حکومت هېڅ بوج پاتې نه شي خو مرکز په اصل کې صوبايي خودمختاري ختمول غواړي. بابک وویل د صوبايي خودمختارۍ د اول ورځې نه مخالفت کوي۔

بابک وویل د ملک ګټه په دې کې ده چې ايين کوم اختيار صوبو ته ورکړی په هغې عمل وشي.

د پېښور پوهنتون د مطالعه پاکستان د څانګې مشر ډاکټر فخرالاسلام وي او ای ډيوه ته وويل چې په اتلسم اييني ترميم کې صوبو ته چې کومه خودمختاري ورکړل شوې ده که چېرې د هغې د منځه وړولو کوشش کېږي نو دې سره په ملک کې انتشار پېدا کېدلې شي۔ " ځيني خلک په پاکستان کې داسې شته چې هغوئ دا صوبايي خودمختاري خطرناک کار ګڼي او زه دا ګنړم چې د هغوي دا سوچ سم نه دی، زمونږه مخکې يو مثال د مشرقي پاکستان موجود دی، که چرې هغوئ ته مونږه هغه خودمختاري ورکړې وې کومه چې هغوئ غوښتله نو ممکنه ده چې د ملک هغه برخه نن مونږه سره وې، صوبايي خودمختاري چې ته څومره چاته ورکړې نو د هغې په نتيجه کې هغه صوبه کې اعتماد راځي هغه خپل صوبايي وسائل خرچ کوي او هغې سره ترقي کېږي"

سياسي ګوندونو څو څو وارې ويلي که چېرې اتلسم اييني ترميم وچېړل شو نو د پارلېمنټ دننه او بهر بېمخالفت کوي۔

څېړونکي وايي چې د اتلسم په وخت دا اندېښنه موجود وه چې د مرکز او صوبو ترمنځه په ځينو اختياراتو شخړه پېدا کېدلې شي نو ځکه پکاره وه چې په دې اړه يو کمېشن هم جوړ کړل شوی وی. څیړونکي وايي که چېرې دغه کمېشن هم سم کار نه وی کړی نو بايد چې د ټولو سياسي ګوندونو پارليماني مشرانو باندې مشتمل يو بل کمېشن جوړ کړل شي او دا ستونزه هواره کړل شي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG