لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ایم علي وزیر ولې له خپله سره تېر دی؟


د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره د سیوري په ډول ملګري علي وزیر هم میدان ته ځکه دانګلي چې د ترهګرۍ په نامه د پاکستان جګړه کې یې د خپلې کورنۍ ١٠ غړي بایللي دي.

۴۲ کلن علي وزیر یو کال مخکې ډېوه ته ویلي و، په یوه پېښه کې په یوه ورځ یې د کورنۍ پنځه غړي پر یوه ځای ووژل شو نو دی په زندان کې وو او حکومت ورته د هغوی په جنازه او د ښخېدو په مراسمو کې د ګډون اجازه ور نکړه:

"ماته وویل شول چې حکومتي عسکر به دي په زولنو کې جنازې ته بیایي خو ما ورته وویل د شهیدانو لوري ته په زولنو کې نه ځم، البته دا ژمنه درسره کوم چې که په خلاسو لاسونو ورشم نو بیرته به درته راشم خو ایله یې نه کړم".

علي وزیر په ۱۹۷۶م کال کې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ملک میرزاعالم خان په کور کې زېږېدلی او د احمدزۍ وزیرو له یارګل خېل قبیلې څخه دی.

په ۲۰۰۵م کال کې یې چې له ګومل پوهنتونه د وکالت سند تر لاسه کاوه، تر هغه وخته پورې د ملتپال عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو د سازمان پښتون سټوډنټس فېډرېشن یو فعاله غړی وو.

علي وزیر وایي په خپله کورنۍ او سیمه کې یې لومړی مړی په ۲۰۰۳م کال کې لیدلی، چې د ده مشر ورور فاروق خان ناپېژانده وسلوالو په هدف و واژه. فاروق وزیر د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعاله غړی وو او د هغه وژنه په جنوبي وزیرستان کې لومړۍ هدفي وژنه وه.

د علي وزیر ګڼې دودیزې وزیرۍ څڼې او په جېب کې د دوو قلمونو تر څنګ د هغه دردوونکې ویناګانې د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالینو کې ډېرې مشهورې دي.

نوموړی د یوې کیسې ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله ډېرې ښځې یوه خوندي ځای ته په کډه وې، چې د یوې ښځې د شودو ماشوم پر لارې مړ شو، هغه له ډېرو ژړاګانو وروسته یوې امنیتي پوستې ته ورغله چې د خپل مړه زوی د ښخولو انتظام وکړي یا اجازه ورکړل شي چې پخپله یې ښخ کړي، خو وایي هلته موجود افسر اجازه ور نه کړه، ښځې بیا هلته یو پښتانه عسکر ته- چې د صوابۍ وو- خواست وکړ او هغه هم لاړ خپل افسر ته یې خواست وکړ چې دې ښځې ته اجازه ورکړي خو هغه هم ورته انکار وکړ، نو وایي بیا دغه عسکر د بېوسۍ له امله پر خپل ځان ډز وکړ او ځان یې و واژه. د علي وزیر د دغې ادعا په اړه د پاکستان پوځ تر اوسه څه نه دي ویلي.

علي وزیر په ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م کلونو کې له خپلې سیمې د قامي اسمبلۍ لپاره کاندید وو او د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې یوازې په ۳۸۱ رایو ناکامه شو او دغه چوکۍ د هغه سیال حاجي غالب خان وگټله.

د علي وزیر نژدې ملگری او د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مخکښ محسن داوړ وايي علي یې د پوهنتون د وخت ملگری دی او په خپلو انډیوالانو کې د یوه باجراته، پیاوړې او باتور په توگه مشهور دی خو په طبیعت کې ډیره سادگي لري.

ښاغلی داوړ وايي علي وزیر ډیره زیاته سیاسي او تنظیمي تجربه لري، د سیاست په ډگر کې یې ډیرې سړې او تودې لیدلې، قربانیانې یې ورکړي او کورنۍ یې د پښتنو په ننگ او ناموس په دفاع او د تندورۍ پرضد خپل سرونه شیندلي دي. نوموړي وویل د علي وزیر په ملگرتیا ویاړ کوي.

د علي وزیر خبرې:

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG