لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اؤ پنجاب کې د تندرونو غورځېدو پېښو کې د مړو شمېر 25 ته رسېدلی


File Photo
File Photo

د جنوبي پنجاب په بیلا بیلو ښارونو او بلوچستان کې د تندرونو غورځېدو پېښو کې د مړو شوؤ کسانو شمېره25 ته رسېدلې ده اؤ ګڼ شمیر نور کسان په دې پېښو کې ژوبل شوي هم دي.

د مرستندویه فعالیتونو د ادارې ریسکیو سرچېنې وایي د جنوبي پنجاب په مظفر ګړهـ ، رحيم يار خان، راجن پور، لودھرا، بهاولپور او بهاولنګر سيمو کې د تندرونو غورځېدو له امله ١٧ کسان مړه شوي او د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې ٨ کسان وژل شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي ادارې پي ډي ايم ای وياند د پنجابپه مظفرګړهـ ، رحيم يار خان، راجن پور، لودھرا، بهاولپور او بهاولنګر کې د تندرونو غورځېدو پېښې تصدیق کړي دي اؤ وایي په دې پېښو کې 17 کسان مړه شوي دي.

د پنجاب د پي‌ ډي ایم ای مشر د اړونده ضلعو د انتظامي مشرانو یا مرستیالو کمشنرانو سره د ټيلي فون له لارې اړیکې نیولي اؤ هغوي ته یې لارښوونه کړې ده چې ټپیانو ته غوره طبي مرستې ورکړي.

د ريسکيو 1122 ترمخه په رحيم يار خان کې د دريوؤ تندرونو غورځېدو له وجې د خاوند، مېرمنې او دوو ماشومانو پشمول 7 کسان، په بهاولپور، لودھراناو فقيروالي کې 9 او دنيا پور سيمه کې يو تن مړ شوی دی.

بل خوا د بلوچستان په چمن او سوراب سيمو کې د تندرونو غورځېدو له امله دوه کسان اؤ په قلعه عبدالله، مسلم باغ، پښين او ډيره بګټي کې د تندرونو پرېوتو له امله يو ،یو تن وژل شوى دى.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په پنجاب او بلوچستان كې د تندرونو پرېوتو له امله په شوې ځاني زيان د ژور خفګان او افسوس څرګندونه کړې ده او د ژوبل شويو كسانو له كورنيو سره یې پخپل یو بیان کې خواخوږي ښودلې ده.

وزيراعظم د روغتیا محکمې چارواکو ته ژوبل شويو كسانو لپاره د هر ډول ممكنه طبي مرستو چمتو کولو امر کړی دی او د پي ډي ایم ای پشمول نورو اړوندو ادارو ته يې هم په اغېزمنو سيمو كې د امدادي فعالیتونو د ګړندي كولو امر کړی دی.

د تېرو دریوؤ ورځو راهسې د پنجاب، بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دمې دمې سره د بارانونو ورېدو لړۍ روانه ده اؤ د موسمیاتو محکمې امکان ښودلی چې دا بارانونه به د 15م اپریل پورې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG