د پنجاب په کوټ ادو سیمه کې د سورلیو یو ګاډی د ټرک سره جنګیدلی چې پکې د یوې کورنۍ 11 کسان مړه شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان مطبوعاتو د رپورټونو له مخې دا پېښه تېره ورځ د کوټ ادو په سرور شهید چوک اډې واله اسټاپ سره نزدې مخې ته راغلې ده.
پولیسو ویلي دغلته دیوې کورنۍ نزدې 21 کسان د ملتان نه بهکر ته په یو ګاډي کې روان ؤ چې دغه ګاډی په لاره کې د یو ټرک سره ټکر شو.
د دولتي مرستندویه ادارې ریسکیو سرچینو په دې پېښه کې د 11 کسانو د مړینې پخلی کړی چې درې پکې ښځې اؤ دوه ماشومان هم شامل دي.
سرچینې وایي چې پېښه کې د ژوبل کسان اؤ د مړو شوؤ کسانو جسدونه ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.
تر دې پېښې وړاندې په 18مه مئ هم د خېبر پښتونخوا د بنو نه پنجاب ته د روانې یوې کورنۍ ګاډی په خوشاب سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي وؤ.
همدا شان د مئ په 17مه نېټه د ایبټ اباد سره پیوست د خېبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د ګاډي په یوه حادثه کې یوه مېرمن مړه شوې اؤ 7 تنه نور ژوبل شوي وؤ.
په 23مه مئ ایبټ اباد کې یو بل جیپ هم ژور ګړنګ ته لوییدلي و چې په دغه پېښه کې 6 کسان مړه شوي اؤ 4 نور ژوبل شوي وؤ.
په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو بې احتیاطي، د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د تجربې نشتوالی بولي.
Forum