لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پوځي مرستو ځنډول به د امن هڅې اغېزمنې کړي


美国总统川普新年第一推威胁要停止给巴基斯坦援助 (推特截图)
美国总统川普新年第一推威胁要停止给巴基斯坦援助 (推特截图)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد چارواکي یې د امریکا د حکومت له چارواکو سره د امنیتي مرستې په برخه کې په خبرو بوخت دي او په دې برخه کې نورو تفصلاتو ته انتظار کوي.

د بهرنیو چارو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، دا اندازه ګرانه ده چې د امریکا له خوا د پاکستان لپاره د پوځي مرستو ځنډول به د دغو دواړو هېوادونو پر ګډو اهدافو څومره څرګند اغېز ولري.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورټ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې حکومت یې له پاکستان سره ټولې پوځي مرستې وځنډولې. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې د صدر ټرمپ اداره له پاکستانه د افغانستان په اړه تګلاره او د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د لا نورې مرستې غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو یادونه شوې او ویل شوي، چې پاکستان دا جګړه تر ډېره په خپلو وسایلو کړې او په تېرو ۱۵ کلونو کې یې تر ۱۲۰ اربه ډالره زیات خرڅ لګېدلی.

خبرپاڼه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ډاکټر محمدفیصل له خولې لیکي: "موږ به د خپلو خلکو د خوندیتوب او په سیمه کې د بشپړ امن لپاره تر خپله وسه خپلو هڅو ته دوام ورکوو. موږ پوهېږو چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا مرسته که د امریکا د ملي امنیت په ګټه ده، خو دا د نړیوالې ټولنې په خیر هم ده".

که څه هم امریکا پر پاکستان تور لګوي، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مخلص نه دی، خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا- بیا دعوې کوي، چې په وروستیو کلونو کې یې د ترهګرو په ضد پراخ عملیات کړي او سیمه یې تر ډېره له ترهګرو پاکه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور هم د امریکا د وروستۍ پرېکړه په ځواب کې ویلي، چې د پوځي مرستو ځنډول د ترهګرۍ په ضد د پاکستان پر مبارزه کوم اغېز نه شي کولای، خو وایي په سیمه کې د امن لپاره د امریکا او پاکستان پر ګډو هڅو ضرور اغېز کولای شي.

د امریکا د کانګرس غړو خصوصاً د ریپبلکن ګوند کسانو د ولسمشر ټرمپ د ادارې دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې پاکستان ته تر هغه وخته باید نوره پوځي مرسته ور نه کړل شي، چې په دې هېواد کې یې د ترهګرو مرکزونه نه وي ختم کړي. د ریپبلکن ګوند سنېټر رینډپال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ډېر ژر به سېنټ ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړي، چې پکې پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو غوښتنه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په مهال د القاعده او نورو ترهګرو ډلو وسلوال د افغانستان غیرنیو سیمو ته اوښتي او افغان حکومت ته پکار ده چې د هغوی په ضد عملیات وکړي. وایي أفغان حکومت باید په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ور ستانه کړي او د تاریاکو د کر او انتقال مخه ونیسي، چې د وسلوالو طالبانو اقتصادي سرچینه ده.

دا څرګنده نه ده چې د امریکا له خوا د پاکستان لپاره پوځي مرسته به تر څه وخته ځنډېدلې وي، خو په پاکستان کې د دفاعي چارو څېړونکي وايي، دا د امریکا له خوا پر پاکستان یو فشار دی، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان هڅو ته کوم تاوان نه شي رسولای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG