پاکستان د هغه خبریالانو په اړه تحقیقات کړي دي چې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي تصویران یې په انټرنېټ شریک کړي وو خو د خبریالانو یوې نړیوالې ادارې د پاکستان د دغه گام غندنه کړې او دا یې د خبریالانو د ویرولو پېښه بولې ده.
رېپورټر ود اوټ بارډز یا بې سرحدونو خبریالان نومې ادارې د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان غندنه وکړه.
څېړونکي وايي په تېر یو کال کې په پاکستان کې د خبریالانو او د سماجي ویب پاڼو فعالانو د ویرولو او وهلو پېښې زیاتې شوي او خبریالان او لیکوالان د خپل تحفظ په خاطر مجبور شوي چې د رای په اظهار خپله څه نه څه پابندۍ ولگوي.
د پاکستان د مرکزي حکومت ادارې ایف ايي ای د سایبر کرایم یا په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي څانگې د شپږو خبریالانو د یوې ډلې په اړه تحقیقات کړې دي. په دغو خبریالانو د فېبرورۍ په میاشت کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په باره کې په سوشل میډیا "هدفي" کمپیاین د چلوولو الزام لگول شوی دی.
رېپورټرز ود اوټ بارډرز، ار اېس اېف، وویل دغو خبریالانو په فېبرورۍ کې پاکستان ته د سعودي ولي عهد د سفر په مهال د خاشقجي تصویران بیا بیا په انټرنېټ شریکول. خاشقجي د تېرکال د اکتوبر په میاشت په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلگرۍ کې وژل شوی دی.
د ار اېس اېف د بحرالکاهل او ایشیا چارو مشر ډېنیل باسټرډ وویل د خبریالانو یوازې په دې خبره زورول چې داسې تصویران یې په انټرنېټ خپاره کړې چې چارواکې پرې پرېشانه شوي "د هغه سلوک علامت دی چې د پاکستان سیاسي اېسټېبشلمنټ یې د اختلاف کونکو دپاره محفوظ ساتي."
مطبوعاتو ته د اېف ايي ای په افشا شوي خط کې ویل شوي په انټرنېټ د خبریالانو کمپاین د سعودي ولي عهد په اړه د بې عزتۍ پېغام وړاندې کړی دی.
د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي د پاکستان د ار اېس اېف په بیان څه نه دي ویلي او نه هم مامورینو د لانجمنو تحقیقاتو په اړه څه دریځ څرگند کړی دی.
د پاکستان حکومت او بااثره پوځ دا خبره ردوي چې ریاستي ادارې د مخالفینو اواز خاموشه کوي او ایا د رای په ازادۍ پابندۍ لگوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبریالانو په اړه د تحقیقاتو غندنه کړې ده او په خپله اداریه کې یې ویلي "حقیقت د افسانې نه ډیر طاقت ور وي."
څیړونکي وايي په پاکستان کې خبریالان زیاتره په سوشل میډیا د خپلو خیالاتو اظهار کوي او ځینې خبریالان په پوځ الزام لگوي چې په سیاست کې د پوځ په مداخلت په سر دوی د دندو څخه ویستل شوې دي.
پوځ دا خبرې ردوي.