لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان څخه د ترهګرۍ خطرې، اندېښنې او پرمختګونه د تورخم د پولې خلاصېدو يا بندېدو سره تړلي دي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅ
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅ

پاکستان ويلي، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره "په خبرو بوخت يو او دا خبرې به روانې وي". د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، د افغانستان څخه د ترهګرۍ خطرې، "اندېښنې او پرمختګونه د تورخم د پولې خلاصېدو يا بندېدو سره تړلي دي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ خبري غونډه ته وویل پاکستان د ترهګرۍ په تازه پېښو اندېښنې لري او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې اندېښنې شريکې کړي دي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې وویل "په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په خبرو بوخت يو. مونږ د افغانستان د خاورې نه پاکستان د ترهګرۍ د خطرو اندېښنې د طالبانو سره شريکې کړي دي او دا خبرې به روانې وي".

بلوڅ د تورخم د پولې د نوم اخستو پرته ويلي، "دا ټولې اندېښنې او پرمختګونه د پولې د پرانستو یا تړل کېدو سره تړلي دي".

په شپږم ستمبر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ د تورخم لاره د پاکستاني ځواکونو او د افغان طالبانو د جګړې وروسته تړل شوې پرته ده.

طالبانو دعوه کړې وه، پوسته یې ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې خو پاکستاني چارواکو ويلي ډزې لومړی طالبانو کړې وې.

په ډزو کې دواړو خواو د مرګ ژوبلو اوښتو هم ویل شوي وو.

هم په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کېلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې ده چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

د پاکستان د ډان اخبار ترمخه، د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جېلاني ویلي په چترال کې د وسله والو حملې د افغانستان سره څه تړون نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې دا هم ویلي، "مونږ په افغانستان کې دا اندېښنې هم لرو چې هلته په غټه کچه موجوده وسله اوس د ځينو ترهګرو ډلو لاسو ته رسېدلې ده، د پاکستان دپاره دوامداره خطره ده".

هغې زياته کړې، "په چا تور نه لګوو خو دغه حالات نړيواله پاملرنې ته اړتیا لري. مونږ تمه لرو ټول اړونده فريقېن به خپلې زمه وارۍ وپېژني".

له دې وړاندې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ هم ویلي وو، د افغانستان نه امریکايي او نړيوال ځواکونه په بيړه وتلي وو او په غټه کچه وسله ترې پاتې شوې وه.

هغه ويلي وو "دغو وسلو په لوړه کچه په سیمه کې د ترهګرو او غیرریاستي عناصرو د جګړې وړتیا زیاته کړې ده. مخکې دوی د بریدونو لږ وړتیا لرله، خو اوس حتی که زما پوځي د لاس ګوته هم وښوروي دوی یې په نخښه کولای شي".

د شورو- چهارشنبې په ورځ د امريکې د قامي سلامتۍ د کونسل ترجمان جان کربي ويلي وو د هغوي پوځونو د افغانستان نه د راوتلو په مهال داسې کومه وسله نه وه پرېښې چې هغه د تحريک طالبان پاکستان لاسو ته ورغلې وي.

په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته جان کربي ویلي وو، کله چې امریکا د افغانستان څخه خپل ټول عسکر ووېستل، زیاتره پوځي ساز او سامان یې د هغه وخت افغان پوځ ته وسپارلو او که نور څه پوځي وسایل او سامانونه پاتې وو نو د استعمال قابل نه وو او ناکاره کړی شوي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG