لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي افغانستان او ایران سره په پوله به "بارډر مارکېټونه" جوړوي


 پاکستان د افغانستان او ایران سره په سرحد د مارکېټونو یا بازارونو د جوړولو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د کرونا وایرس له امله سيمه اییز تجازت او د خلکو سفرونه کم شوي
 پاکستان د افغانستان او ایران سره په سرحد د مارکېټونو یا بازارونو د جوړولو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د کرونا وایرس له امله سيمه اییز تجازت او د خلکو سفرونه کم شوي

پاکستان به د افغانستان سره په پوله ۱۲ او د ایران سره په پوله شپږ "بارډر" مارکېټونه جوړوي چې چارواکي وايي دا ډول د سرحدي سیمو اوسېدوونکو دپاره د کاروبار موقعې برابر کړی شي.

د وزیراعظم عمران خان دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل لومړي دوه ازماېښتي بارډر مارکېټونه به په بلوچستان کې او یو په خېبرپښتونخوا کې جوړیږي چې د اینده کال د فېبرورۍ د میاشت پورې به فعال کړی شي.

د بیان ترمخه په مجموعي توګه به ۱۸ بارډر مارکیټونه یا سرحدي بازارونه جوړیږي چې ۱۲ به د افغانستان سره په پوله او شپږ به د ایران په پوله وي.

پاکستان د افغانستان او ایران سره په سرحد د مارکېټونو یا بازارونو د جوړولو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د کرونا وایرس له امله سيمه اییز تجارت او د خلکو سفرونه کم شوي او تاجران وخت په وخت د دریو واړو ملکونو ترمنځ په تجارتي هلو ځلو کې د مشکلاتو او خنډانو شکایت کوي.

تاجران وخت په وخت د دریو واړو ملکونو ترمنځ په تجارتي هلو ځلو کې د مشکلاتو او خنډانو شکایتونه کوي
تاجران وخت په وخت د دریو واړو ملکونو ترمنځ په تجارتي هلو ځلو کې د مشکلاتو او خنډانو شکایتونه کوي

پاکستان د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو کار شروع کړی او ویلي یې دي چې د ایران په پوله به هم دغه ډول انتظامات کوي.

د عمران خان د دفتر نه مطبوعاتو ته جاري شوی بیان وايي وزیراعظم او ګڼ شمېر لوړ رتبه حکومتي ماموینو ته په یوه غونډه کې د مجوزه بارډر مارکېټونو په اړه معلومات ورکړی شول او ووېل شوو چې دغه مارکېټونه به په سرحدي علاقو کې مېشته خلکو ته د کاروبار بهتر سولتونه ورکړي.

د بیان ترمخه وزیراعظم عمران خان غونډې ته وویل سرحدي مارکېټونه به ځوانانو ته د روزګار او تجارت اسانتیاوې برابر کړي او په پوله د ازغن تار د لګېدو وروسته به تجارت منظم او د سمګلنګ مخه به ونیسي.

د وزیراعظم دفتر وویل د مجوزه بارډر مارکېټونو په اړه غونډه کې د خارجه وزیر شاه محمود قرېشي، د پوځ مشر قمرجاوېد باجوه، د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان، د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان، د سي پېک اتارټۍ مشر جنرل ر عاصم سلیم باجوه او ګڼ شمېر نور پوځي او غیر پوځي مامورینو برخه واخیسته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG