لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستره محکمه وئيلي خفيه اداری ځانونه د ائين نه بالا گڼل پريږدي


ستره محکمه وئيلي خفيه اداری ځانونه د ائين نه بالا گڼل پريږدي
ستره محکمه وئيلي خفيه اداری ځانونه د ائين نه بالا گڼل پريږدي

کله چې د کيس اوريدنې په مهال د خفيه شبکو وکيل محکمې ته وويل نيول شوي کسان په پوځي کاروانونو ترسره شوؤ بريدونو کې ککړ وؤ نو قاضي خلجي عارف حسين ورغبرگه کړه کۀ چرې داسې خبره وي نو بيا خو د هغوئ په ضد د درج مقدمو نقلونه هم شاملول پکار وؤ خو دغسې نه دي کړل شوي

دپاکستان سترې محکمې د اډياله جيل د مخې څخه د پورته کړل شوؤ يوولسو کسانو په بابله دپاکستاني پوځ د استخباراتي ادارو لۀ لوري وړاندې کړل شوى راپور د قناعت وړ نۀ دى گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې ددغو ادارو کارمندان بايد ځانونه د قانون اؤ ائين څخه اوچت گڼل پريږدي.
محکمې د پوځ د خفيه ادارو ائي ايس ايي اؤ ايم ايي وکيل ته وئيلي دي هغه بايد محکمه قانع کړې چې پورته کړل شوي کسان کومې استخباراتي شبکې ته سپارل شوي.
سترې محکمې د خيبر پښتونخوا ايالت د چيف سکتر څخه د اډياله زندان د هاغو خوشې کړل شوؤ بنديانو په ضد د مقدمو جزئيات هم غوښتي دي چې اسخباراتي شبکو پريښودي دي.
د اډياله زندان څخه د بې درکه شوؤ بنديانو په بابله د کيس اوريدنه د زيارت په ورځ د سترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمد چوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ وکړه
په دغه مهال د خيبر پښتونخوا چيف سکتر د بې درکه شوؤ کسانو په هکله بشپړ راپور محکمې ته وړاندې کړو.
راپور کې ويل شوي وؤ بنديانو سره د هغوئ خپلوانو 45 ‌ځله ليدل کړي دي چې په دې محکمې د چيف سکتر ستائنه وکړه اؤ وئ وئيل هغه په زړۀ پورې ډول خپل کار ترسره کړى دى.
محکمې دپاکستاني پوځ د استخباراتي شبکو د وکيل راجا ارشاد لۀ لوري محکمې ته وړاندې کړل شوى د دريوؤ پاڼو راپور د قناعت وړ ونۀ گرځولو اؤ هغه ته يې وويل محکمه ستا په ځواب حيرانه ده ځکه چې تا دا هم ونۀ وئيل چې دغه بنديان د کوم قانون له مخې په بند کې ساتل شوي اؤ د کومې خفيه شبکې سره وؤ.
کله چې د کيس اوريدنې په مهال د خفيه شبکو وکيل محکمې ته وويل نيول شوي کسان په پوځي کاروانونو ترسره شوؤ بريدونو کې ککړ وؤ نو قاضي خلجي عارف حسين ورغبرگه کړه کۀ چرې داسې خبره وي نو بيا خو د هغوئ په ضد د درج مقدمو نقلونه هم شاملول پکار وؤ خو دغسې نه دي کړل شوي.
دسترې محمکې مشر قاضي د وکيل څخه دا هم وپوښتل چې تر يو کال دغه کسان دکومو شبکو سره بندي وؤ اؤ دهغوئ د جملې څخه څلور کسان څنگه مړه شوي دي ؟
راجا ارشاد په دغه لړکې دا خو په ډاگه نۀ کړه چې دغه کسان دکومې خفيه ادارې سره وؤ خو وئ ويل تر يو کال دغه کسان په بند کې ساتل شوي وؤ اؤ دهغې څخه وروستو چې کله وکتل شول په ددوئ په ضد د پوځي قوانينو په اساس مقدمې نۀ جوړيږي نو بيا زندانونو ته وليږل شول.
د اوريدنې په مهال مشر قاضي وويل خفيه شبکې بايد خپل کردار يواځې تر هغه حده محدود وساتي چې ائين اؤ قانون يې اجازه ورکوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG