لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:نور هیڅ نه کوؤ،هرڅه دې امریکا اؤ افغانستان پخپله کوي


پوځ وایي “مونږ دترهګرۍ په ضد جګړه دپیسو دپاره نه کوؤ ،ډیرڅه مو وکړل نور به چا دپاره هیڅ ونه کړو”
پوځ وایي “مونږ دترهګرۍ په ضد جګړه دپیسو دپاره نه کوؤ ،ډیرڅه مو وکړل نور به چا دپاره هیڅ ونه کړو”

دپاکستان پوځ دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا ته ډاګیزه کرښه راښکلې چې پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې دروند قیمت ورکړی دی اؤ نور به دبل چا دپاره جګړې ته نه وردانګې.

پوځ وایي “مونږ دترهګرۍ په ضد جګړه دپیسو دپاره نه کوؤ ،ډیرڅه مو وکړل نور به چا دپاره هیڅ ونه کړو”

پوځي ویاند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې تیره اوونۍ امریکایي چارواکو په پاکستان ترهګرو سره دمرستې سخت تورونه ولګول اؤ ګواښ یې وکړو چې که پاکستان دترهګرو نه ځان راجلا نه کړو نو پخپلو سیمو واک دلاسه ورکولی شي.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته داحوال ورکولو په مهال دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور ویلي دي چې پاکستان کې دکوم ترهګر تنظیم نیټ ورک نشته اؤ داخبره دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ خارجه دفتر امریکا ته هم په ډاګه کړې ده.

پوځی ویاند ویلي” امریکا په یو اړخیز ډول پاکستان کې دعملیاتو اشاره کړې ده خو مونږ ویل غواړو چې ملګرو سره شخرې نه غواړو خو دهیوادد په سلامتۍ به هیڅ ساز باز ونه کړو اؤ خوندیتوب به یې باورې کوؤ”

هغه وویل پاکستان دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ډیر څه وکړل اؤ اوس که نور څه کوي نو پاکستان نه بلکې افغانستان اؤ امریکا به یې کوي.

مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په وخت پوځي ویاند په هند هم سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل هند نه غواړي چې پاکستان کې ترهګري ختمه شي.

دبلوچستان په اړه پوځي ویاند وویل څوک چې دبلوچستان خلک بې لارې کول غواړي هغوئ به خپلو ناوړه ارادو کې نه بریالي کیږي.

واشنګټن ،کابل اؤ نوی ډیلی په پاکستان تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ دپاکستان دپولو نه بهر پرې ترهګري کوي.

دامریکا مرستیال صدر تیرو ورځو کې کابل ته دخپل ناساپي سفر به مهال ویلي وؤ اوس هغه ورځې تللي دي چې پاکستان به پخپله خاوره ترهګرو ته پناه ورکوله.

هغه ویلي وؤ امریکا پاکستان ته په ډاګه کړې چې ترهګرو نه ځان راجلا اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا سره په اخلاص ملګرتیا وکړي.

خو دامریکایي چارواکو ددغو څرګندؤنو په ځواب کې دپاکستان خارجه سکترې تهمینه جنجوعه دسینیټ کمیټې ته ویلي وؤ چې امریکا سویلي ایشیاء دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو راپدیخوا پاکستان نه کومې ځانګړې غوښتنې نه دي کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG