لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سکواش تاریخي لوبغاړی هاشم خان په حق ورسیدو


د هغه زوې مو خان د امریکې ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې ته وویل هاشم خان خپل کور په حق ورسیدو او د کورنۍ غړي يي څنگ ته موجود وو. هاشم خان د زړه د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه. د پلار د مرگ په هکله مو خان ای پې ته وویل "نړۍ د وخت عظیم ترین لوبغاړي نه محرومه شوه."
د هغه زوې مو خان د امریکې ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې ته وویل هاشم خان خپل کور په حق ورسیدو او د کورنۍ غړي يي څنگ ته موجود وو. هاشم خان د زړه د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه. د پلار د مرگ په هکله مو خان ای پې ته وویل "نړۍ د وخت عظیم ترین لوبغاړي نه محرومه شوه."

د سکواش عظیم او تاریخي لوبغاړي هاشم خان په امریکا کې شا او خوا د ١٠٠ و کلونو په عمر کې ساه ورکړه.

د هغه زوې مو خان د امریکې ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې ته وویل هاشم خان خپل کور په حق ورسیدو او د کورنۍ غړي يي څنگ ته موجود وو. هاشم خان د زړه د ناروغۍ دلاسه ساه ورکړه.

د پلار د مرگ په هکله مو خان ای پې ته وویل "نړۍ د وخت عظیم ترین لوبغاړي نه محرومه شوه."

هاشم خان اووه ځله برټش اوپن مقابلې گټلې وي چې د سکواش عظیم ټورنامنټ گڼلی کیږي.

د پاکستان د ازادیدو ورسته هاشم خان د ٣٧ کلونو په عمر کې برطانیه کې په وړمبي وار د برټش اوپن مقابله وگټله. هغه په اووم ځل د برټش اوپن مقابله په ۴۴ کلونو په عمر کې ووگټله. په دغه عمر کې د سکواش زیاتره لوبغاړی د ریټائرمنټ اعلان کوي.

هاشم خان پیښور سره نزدې نوي کلې کې زیږیدلی وو. د هغه د زیږیدنې د کال په هکله په کره توگه نه ده معلومه خو زیات گمان دی چې هغه په ١٩١٦ کې پیدا شوی وو. سږ کال د جولائي په وړمبۍ نیټه د هاشم خان د زیږیدنې ١٠٠ کلنۍ دستوره ونمانځلی شوه.

هاشم خان په نړي واله کچه نه یواځې د خپل ځان دپاره سکواش کې د نوم وگټلو بلکه هغه د خپلې کورنۍ نور ځوانان هم دې لوبې ته راوستل او هغوي هم په خپل قابلیت ښه برابر شهرت ترلاسه کړو. روشن خان، محب الله خان او جانگیر خان د هاشم خان د کورنۍ هغه نومونه دي چې د سکواش په دنیا کې يي نومونه پیدا کړې دي او د نړۍ يي د خان ډائینسټي یا د خانانو کورنۍ په توگه پیژني.

د سکواش د لوبې بل مشهور نوم جان شیر خان هم د نوي کلې سره دي.

هاشم خان به د پاکستان د جوړیدو نه وړاندې پیښور کلب کې انگریز افسرانو ته د سکواش بالونه راوړل او چې انگریز افسرانو به لوبه بس کړه نو هاشم خان به د سکواش په کوټه یا کورټ کې لوبه شورو کړه. د پاکستان د قائمیدو ورسته، کال ١٩٥٥ کې هاشم خان برټش اوپن مقابله په وړمبي وار وگټله. په مجموعي توگه هغه دغه مقابلې اووه وارې گټلې دي.

د ١٩٦٠ په لسیزه کې هاشم خان د خپلې کورنۍ سره امریکې ته منتقل شو.

د بې پناه شهرت او عظمت باوجوده هم هاشم خان یو عجز طبیته او منکسر المزاج انسان وو. هغه به د هر چا ډیر احترام کولو او د لوبې ختمیدو ورسته به يي همیشه خپل حریف ته سکواش کورټ نه د وتلو موقع ورکوله چې بل ته د احترام ورکولو عمل گڼلی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG