د پاکستان مرکزی بینک په ملک د سود شرح 15فیصد برقرار ساتلي او ویلي يې دي چې په ګرانۍ او د کرنټ اکاونټ خسارې د کنټرول دپاره دغه ګام اخیستل ضروري و.
مرکزی بینک ویره څرګنده کړې چې ګراني به زیاته شی او د ترقۍ شرح په دوه فیصد ته د راکمېدو امکان دی.
د اقتصادیاتو ماهر پروفیسر منظور علي وی او ای ډیوه ته وایي اقتصاد د وړاندی څخه په قلاره شوی او د سیلابونو له وجی مجموعي اقتصاد ته نقصان رسیدلی چی پکې د پاکستان زراعت زیات اغیزمن شوی دی.
منظور علي وايي په راتلونکي مالي کال کې به اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
د سټېټ بېنک د فېصلې په اړه منظور علي وویل " دی ګام سره زما دا خیال دی چی تجارتی اکاونټ خساره کمه شی او د روپی قیمت مستحکم څنګه چی روان دی خو ددی نقصانات هم شته . روزګارونه به کم شی اقتصادی پرمختیا به اودریګی، د خلقو امدن به هم متاثره کیږی او اقتصادی به په قلاره شی او غربت کی به اضافه اوشی."
د پاکستان مرکزی بینک د سیلاب وړاندی د اقتصادی پرمختیا شرح د 3 نه تر 4 فیصد پوری ټاکلی وه خو اوس په دی کی بدلون راوستی شوی او مرکزی بینک وایې روان مالی کال کی به د اقتصادی پرمختیا شرح 2 فیصد وی د ګرانی شرح د روان مالی کال دپاره د 18نه تر 20فیصد پوری مقرر کړی شوی خو امکان لری په دی کی اضافع وشی.
د اقتصاد ماهر او خبریال وکیل رحمان څه داسی وایې د سیلابونو له وجی ګرانی د 20فیصد نه سېوا کیدی شی خو بیا هم په نړی وال مارکیټ کی تیل ارزان شوی او د ډالر بيعه هم کمه شوی نو په ګرانی اثر پریوتي شی دی وخت کی د سیلابونو د نقصان پورا اندازه نه لګي نو راتلونکی مانیټری پالیسی به ډیره مهمه وي.
مرکزی بینک وایې د وړاندی نه په پاکستان کی اقتصادی په قلاره شوی او د غټو کارخانو کلیز پیداوار 1.4فیصد کم شوی او راتلونکی کال کی به د سیلابونو له وجی د مالوچو ، وریجو او څاروو په څانګه کی هم پیداوار اغیزمن شی.
بینک وایې د روان مالی کال په وړومبی دری میاشتو کی درامدات 12.7 فیصد راکم شوی او په برآمداتو کی 1.8فیصد اضافه شوی او په اګست کی کرنټ اکاونټ خساره 0.7 اربه ډالره کمه شوی ګرانی د ستمبر په میاشت کی د 4فیصد کمی ورستو 23.2 فیصد ته راغلی ده او بجټ خساره کی د مجموعی قامی امدنی 0.3 فیصد کمی راغلی دی.