د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښار کې يو ځايي عدالت دوه زه کوونکو ته د مذهب د سپکاوي د تور په قضيه کې سزاګانې اورولي، يو ته یې د مرګ او بل ته یې د عمر بند سزا اورولې ده. د ګجرانوالې اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن جج ظفرياب چدړ په اورول شوې سزا کې ويل شوي، د مذهب د سپکاوي په سر مجرم ګرځول شوي 22 کلن تن د مرګ او 13 کلن تن ته د عمر بند سزا اورول شوې ده
ويل شوي د دغو کسانو پرضد په کال 2022م کې په لاهور کې د اېف آی اې په تاڼه کې د سايبر کرايم د قانون لاندې مقدمه درج شوې او د مذهب د سپکاوي په جرم ثابتېدو یې پرضد فېصله اورول شوې ده.
په فېصله کې 22 کلن ته د تعزيرات پاکستان د 295سي د مادې لاندې اورول شوې د مرګ سزا سره يو لک روپۍ جرمانه، د 295اې مادې لاندې پينځه کاله بامشقته بند او مذهب د سپکاوي په جرم ثابتېدو 298سي مادې لاندې درې کاله بامشقته بند سزا تېرولو سزا هم اورول شوې ده. او بل تورن ته د 295 اې، بي، سي مادو او 298اې مادې لاندې په جرم ثابتدو دوه ځله د عمر بند او دوه لکه روپو جرمانه اورول شوې ده.
د فېصلې ترمخه، په اورېدنه کې ثابته شوې چې يو مجرم به غېر اخلاقي ويډيو جوړوله او بل به خپروله. ويل شوي، د فېصلې ضد په اووه ورځو کې په غټ عدالت کې خواست کېدی شي.
په فېصله کې په شخصي سکول کې د قران او سنت د تعليماتو او د هغې د واضحه تشريح نه کولو باندې د غصې څرګندونه شوې چې شخصي سکول د زده کوونکو د مذهب په حواله سمو زده کړو کې پاتې راغلی دی.
په فېصله کې دا هم ویل شوي، چې د جديد يا نوي عصر زده کړو سکولونو فرض دي چې په زده کوونکو نظر ساتي، افسوس چې داسې نه دي شوي او د هغې له سببه زده کوونکي د سمې لارې نه اوښتي او د خپلې کورنۍ د بدنامۍ سبب شوي دي.
د مرګ سزاوار مجرم ګرځول شوي تن وکیل (قانون پوهه) اسلم ګجر ويلي، زده کوونکی د دروغو په مقدمه کې ګېر کړل شوی دی. هغه ويلي دواړو توهین رسالت يا توهين مذهب نه دی کړی دواړه پېغمبر اسلام او شعاير اسلام ته درناوی لري.
هغه دعوه کړې، د کومو کسانو پرضد چې چا شکايت کړی هغه د ځمکو کاروبار کوي او د يو تن نه یې د پېسو غوښتنه کړې چې کورنۍ یې په جاپان کې کاروبار لري، او په انکار کولو د دوی او وکیل پرضد یې مقدمه درج کړل شوې وه.
د مرګ سزاوار شوي تن پلار ويلي، چې د هغه د لور هم په دغه تور کې د ګېرولو هڅه شوې ده. هغه زياته کړې، چې هغه سوګند اخستو ته تيار دی چې زوي یې د مذهب سپکاوی نه دی کړی.
پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو خبرونه مخې ته راځي او نيوکې کيږي اکثره د مذهب د سپکاوي تورونه د شخصي ګټو دپاره کاريږي.
(خبر د وي او اې اردو په مننه)
Forum