لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

جماعت اسلامي پخواني مشر ځانمرگي حمله کې محفوظ پاتې شوی

د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کې د گل په ورځ ځانمرگي حمله کې د جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسین احمد بچ پاتې شوی خو رپورټونه وايي څلور نور کسان پکې زخمیان شوې دي. چارواکې وايي حمله یوې زنانه کړې ده.
د چارواکو د وینا ترمخه، قاضي حسین احمد د مومندو میا بازار ته د جماعت اسلامي یوې غونډې ته وینا د پاره روان وو چې د هغه قافلې سره نزدې یوې زنانه د ځان پورې تړلې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړل.
یو ځائي چارواکې د پیښې په حقله مطبوعاتو ته ویلي حمله کونکې زنانه برقعه اغوستې وه او د چاؤدنې ورستو د پیښې د ځائې نه د زنانه ؤ د جامو ټکړې او ویښته ترلاسه شوې چې ښائي ځانمرگي برید زنانه کړی دی.
رپورټونه وايي د کومې په ډلې په سمدستي توگه د قاضي حسین احمد په قافله د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې.
د پاکستان ډان ورځپاڼې رپورټ وايي د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود خپل یو ورستي اډیو پیغام کې په قاضي حسین احمد ټکونه کړې وو او په هغه يي د پاکستاني حکومت د ملاتړ الزام لگولی وو.

See all News Updates of the Day

د پیپلز ګوند فیصل کریم کنډي د خېبر پښتونخوا نوی ګورنر شو

Bilawal Bhutto Zardari, Mian Muhammad Shahbaz Sharif, Faisal Karim Kundi,
Bilawal Bhutto Zardari, Mian Muhammad Shahbaz Sharif, Faisal Karim Kundi,

د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مرکزي مشر اؤ د قامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر فیصل کریم کنډي د خېبر پښتونخوا د ګورنر په توګه د خپل منصب سوګند کړی دی.

ښاغلي کنډي ته د صوبې د 40م ګورنر په توګه سوګند د خالي په ورځ د پېښور هایکورټ مشر قاضي اشتیاق ابراهیم د یوې دستورې په ترڅ کې ورکړی دی.

د سوګند په دستوره کې د پیپلز ګوند مشرانو،د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي، د مسلم لیګ(ن) اؤ اپوزیشن یو شمیر مشرانو برخه درلوده خو د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ نور صوبایي وزیران بیا دغه دستورې له نه وؤ ورغلي.

د صوبې د ګورنر په توګه د فیصل کریم کنډي د نوم منظوري اوړمه ورځ صدر علي زرداري ورکړې وه اؤ ددې ترڅنګ یې سردار سلیم حیدر خان د پنجاب اؤ جعفر خان مندوخیل د بلوچستان د ګورنر په توګه ټاکلي وؤ.

فیصل کریم کنډي څوک دی؟

ښاغلی فیصل کریم کنډی د خېبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان سیمې سره تعلق لري. هغه په 24 مئی کال 1975م کې زېږېدلی اؤ خپلې لمړۍ زده کړې یې له کراچۍ څخه کړې دي.

د ډيره اسماعیل خان د سینټ هیلن هایي سکول څخه له میټرک کولو وروسته یې د بیچلر ډګري د پنجاب پوهنتون لاهور نه ترلاسه کړې اؤ بیا یې د لندن د تهامس ویلي کالج نه د قانون په زده کړو کې د ماسټرۍ ډګري اخستې ده.

هغه د خپل علمي سیاست پیل په کال 2001م کې د بلدیاتي انتخاباتو د امیدوار په توګه کړی ؤ اؤ بیا یې د کال 2008م په عامو ټاکنو کې مولانا فضل الرحمان ته په ماتې ورکولو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه.

هغه د پیپلز پارټۍ د حکومت په مهال په 19م مارچ کال 2008م کې د قامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر ټاکل شوی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې په کال 2022م کې د وزیراعظم د ځانګړي معاون په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

له ګورنر جوړېدو نه وړاندې هغه د پیپلز ګوند د اطلاعاتو د مرکزي سکتر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کولې.

پاکستان کې د نوؤ موټرو نرخونه راغورځېدلي دي

په دې وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د نوؤ موټرو نرخونه په ښکته راغلي چې اقتصادي کار پوهان ورته له بیلابیلو زاویو څخه ګوري.

په پاکستان کې په پلورل کیدونکو ګاډو کې د جنوبي کوریا د موټر جوړونکې کمپنۍ "کیا" موټرې تر ټولو زیاتې ارزانې شوي دي.

دغه کمپنۍ د خپل اسټونک موټر نرخ 15 لکه روپۍ راغورځولی اؤ مخکې چې به دا موټر په 62 لکه روپۍ خرڅېدو اوس یې نرخ 47 لکه اؤ 67 زره روپو له راغلی دی

همدا شان د فرانسسي موټر جوړونکې کمپنۍ پوړو هم د خپلو ګاډو نرخونه تر درې نیم لکو روپو کم کړي دي.

د کمپنیو لخوا د موټرو ارزانولو کومه واضحه وجه خو نه ده ښودل شوې خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې د ګاډو د اخستو په کچه کې کمي موټر جوړونکې کمپنۍ پرېشانه کړې دي اؤ هغوي د ګاهکانو د پام راګرځولو لپاره د خپلو ګاډو نرخونه غورځولي دي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وایي په ملک کې د سیوا شوې ګرانۍ اؤ د سود د لوړې کچې له امله خلک د نوؤ ګاډو په اخستو کې خوښي نه ښیي اؤ له دې امله د ګاډو جوړونکې کمپنۍ د ستونزو سره مخ وې اؤ زیان نقصان یې کېدو.

د ګاډو په بیعو کې د کمي یوه وجه دا هم ښودلی شي چې حکومت د څلویښتو لکو روپو نه د زیات نرخ په ګاډو جنرل سیلز ټیکس د 18ؤ نه 25 فیصدي ته لوړ کړی دی.

د کومو ګاډو نرخونه غورځېدلي؟

فرانسیسي کمپنۍ پوژو د خپل موټر 'پوژو 2008' نرخ درې نیم لکه روپۍ راغورځولی اؤ دا ګاډی چې به مخکې په 69 لکه اؤ 50 زره روپۍ کېدو اوس په 66 لکه روپۍ کیږي.

خو بیا چې همدا ګاډی خلک په قسطونو اخلي نو کمپنۍ ورله نرخ کې پینځه لکه روپۍ کمی راوستی اؤ کوم ګاډی چې به مخکې په قسطونو 75 لکه اؤ 50 زره روپۍ کېدو هغه اوس 70 لکه اؤ 50 زره روپو ته راکوز شوی دی.

همدا شان سوزوکي کمپنۍ د خپل سویفټ موټر نرخ کې 13 کمی راوستی اؤ دا موټر چې به مخکې په 54 لکه اؤ 29 زره روپۍ خرځېدو اوس یې نرخ 47 لکه اؤ 19زره روپو ته راپریوتی دی.

ټویوټا کمپنۍ هم د خپل یاریس 1.3 موټر نرخ درې فیصده غورځولی اؤ اوس دغه موټر د 48 لکه اؤ 99 زره روپو نه 47 لکه اؤ 66 زره روپو ته راغلی دی.

هونډا کمپنۍ د خپل موټر سټي 1.2 ویرینټ نرخ درې فیصده راکم کړی اؤ اوس دا موټر د 48 لکه اؤ 29 زره روپو پځای‌ په 46 لکه اؤ 89 زره روپۍ خرڅېږي.

د پاکستان اټو شو پخوانی چیرمین مشهود علي خان وایي د تېرو څو کلونو راهسې د خلکو د خریدارۍ توان کم شوی اؤ د سود کچه لوړه شوې ده چې ددې اغېزې د موټرو په روزګار شوې دي.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي کمپنیانو د خپلو هغه ماډل موټرو نرخونه غورځولي چې په مارکیټ کې خلک زیات تپوس نه کوي اؤ خرڅون یې کم دی.

هغه وایي پروګال یو لک اؤ‌ پینځه زره ګاډي جوړ کړی شوي وؤ سږکال دا شمېره له یو لک هم کمه ښکاري اؤ که دا حال وي نو د موټر جوړونکو کمپنیو کار به نور هم کم شي.

مشهود علي خان وایي په تېرو وختونو کې به د ګاډو نرخونو کې د څو زرو روپو فرق راتلو خو د تېرو دوه، دریوؤ کالو نه دا فرق د زرګونو پځاي اوس لکونو ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا یو عادي 1300 سي سي ګاډی به مخکې د شلو اؤ دیرش لکو په منځ کې ؤ خو اوس یې نرخ له اویاؤ نیولی تر اتیاؤ لکو روپو رسېدلی دی.

اسلام اباد کې د زړو ګاډو یو کاروباري یوسف شاه امریکا غږ ته وایي د ګاډو نرخونو کې د زیاتې اضافې له امله اوس په بازار کې د ګاډو خرڅون تر نیمایي زیات راکم شوی دی.

هغه وایي څو کاله وړاندې به د ورځې یو یا دوه ګاډي خرڅېدل خو اوس چې چرته په هفتو کې هم یو ګاډی خرڅ‌ شي نو دوي پرې شکر ادا کړي.

( د وي او ای اردو په مننه)

شمالي وزیرستان، کوټه اؤ پنډۍ کې د 10ؤ ترهګرو د وژلو دعوې شوي

File Photo
File Photo

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان، کوټه اؤ پېنډۍ کې په دریوؤ بیلابیلو پېښو کې 13 ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس آي ویلي تېره شپه امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د موجودیت اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې یې د هغوي په ضد عملیات کول نو په دغه مهال د دواړو خواؤ تر منځ سخته نښته شوې ده.

پوځ دعوه کړې ده چې دې نښته کې 6 ترهګر وژل شوي اؤ د هغوي ځالې له منځه وړل شوي دي. پوځ د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو ککړ وؤ.

شمالي وزیرستان د افغانستان سره په پوله پرته نزدې هغه ضلعه ده چې څېړونکي وایي د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال پکې زیات فعال دي اؤ هغوي دغلته وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وتلی خبریال ناصر داوړ وایي چې شمالي وزیرستان اوس په عملي ډول د طالبانو په لاسونو کې ښکاري اؤ دغلته پوځیان یوازې د ودانیو دننه فعالیت کوي.

خو پوځ بیا وخت په وخت دعوې کوي چې ترهګرو ته یې عملیاتو کې درانه زیانونه اړولي اؤ د ریاست ځواکمني یې پځای ساتلې ده

ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي په سیمه کې نه یوازې په امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي بلکې هدفي وژنې پکې هم دوامداره دي اؤ له خلکو بهتې هم اخستل کیږي . د هغه وینا ده چې د شمالي وزیرستان اکثره کورنۍ د بدامنۍ اؤ لاقانونیت له امله ددغه سیمې په پرېښودو مجبوره شوي اؤ نورو سیمو ته په کډوه شوي دي.

په ورته وخت کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې د ناکراره صوبې بلوچستان په سر ښار کې یې څلور ترهګر وژلي دي. د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي ویلي،” امن خرابوونکو سره به سخته معامله کيږي”۔

د ترھګری ضد پولیس"سي،ټي، ډي" په وینا د شنبې په ماښام د کوټې ښار په شالکوټ سیمه سبي سړ‎ک نامعلومه موټرسایکل سورو پر پولیسو ډزې کړ‎ي چې پولیسو ځوابي ډزې پرې کړ‎ې دي.

د سي ټي ډي پولیسو پخپل بیان کې ویلي" په شالکوټ کښې پر ورځنۍ ډیوټي حاضر پولیسو باندې لومړ‎ی د وسلوالو له لوري ډزې شوي، پولیس په ځوابي برید کښې یو وسلوال وژلی او درې تیښتیدلي چي وروسته د ھغوی د موندنې لپارہ سي ټي ډي او پولیسو په ګډہ په سیمه کې عملیات کړ‎ي او یوہ مکان/ سرای کې پټ شوي درې نور ر وسله وال یې موندلي او په ځوابي ډزو کې وژل شوي"

پولیسو وژل شوي کسان ترھګر بللي خو په دې اړ‎ہ یې نور کوم تفصیل نه دی خپور کړ‎ی او نه ھم د وژل شوؤ شناخت ښودل شوی۔

د دې پیښې د نور تفصیل په موخه حواله ډیوہ د یادې سیمې د تاڼې پر نمبرو رابطه وکړ‎ہ ھلته پر ډیوټۍ موجود یو چارواکي د معلوماتو راټولولو او وروسته له ډیوہ سرہ د شریکولو لپارہ لږ‎ وخت و غوښتو خو له ھغې وروسته یې د ډیوه ټيلي فون ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

د سي ټي ډي د بیان مطابق د وژل شوو له ولکې جدید خودکارہ وسله، لاسي بمونه او موټر سایکل ترلاسه کړ‎ل شوی او پلټنې یې روانې کړ‎ې دي۔

د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي د پوليسو پر عملیاتو د اطمينان څرګندونه کړي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې د امن د دښمنانو پر ضد د پوليس پر وخت عمليات د پولیس ځواک د مسلکي تربیت څرګندونه دہ.

هغه ویلي د خلکو د ژوند او مال ساتنه د حکومت اساسي دنده ده اؤ ایالتي حکومت ښه پوهیږي چې څه ډول د تاوتریخوالي په مخنیوي او د سولې په راوستلو کې خپل رول ولوبوي. د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي ویاند ویلي د پنجاب په راولپنډۍ سیمه کې هم د ترهګرو په ډزو د هغوي دوه وسله وال ملګري وژل شوي دي.

د خالي په ورځ د سي ټي ډي پنجاب ویاند ویلي چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره وؤ اؤ هغوي په ډولفن فورس هغه حمله کې ککړ وؤ چې یو ډولفن پولیس عسکر پکې وژل شوی و. پولیسو ویلي دغه ترهګر د سي ټي ډي په ولکه کې وؤ چې د هغوي نورو وسله والو ملګرو پرې ډزې کړې دي.

د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د نصیب الله اؤ احسان الله په نومونو سره میډيا ته شوې ده.

د بلوچستان روغتیا چارواکي: د پوليو وېکسين انکاري خلکو په اماده کولو کې ښځې مهم رول لري

په بلوچستان کې د پوليومخنيوي پروګرام چارواکي وايي، په پوليوضد کمپېن کې له وېکسين د انکاري خلکو په اماده کولو کې د کميونيکېشن څانګه مهم رول لري او په دې کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي.

چارواکي وایي مېرمنې تر کمپېن وړاندې او په کيمپېن کې هغه کورونو ته ورځي چې ماشومان يې نه وي ويکسين شوي او یا یې کورنۍ خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکاري وي.

ښايسته هم يوه له هغه مېرمنو ده، چې پر انکاري خلکو کار کوي. هغه له تېرو لس کلونو راهيسې د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې په پوليو مخنيوي پروګرام کې د کميونيټي موبلايزر په توګه کارکوي.

دغه پوليوکارکوونکې ميندو ته د وېکسين په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ وايي، چې دا وېکسين ماشومان د ټول عمر معذورۍ خوندي ساتي.

ښايسته وايي هغو کورونو ته ورځي چې انکاري وي. له ميندو د ويکسين نه ورکولو لاملونه او غوښتنې مالوموي. له هغو سره د وايرس د خطرناکو پايلو او د ويکسين پر ارزښت خبرې کوي چې ويکسين د ماشومانو په ګټه دی. ميندې چې قانع شي، بيا يې ماشومان ويکسين کوي:

"ځيني خلک د روزګار خو ځينې بيا د هغو دوایانو غوښتنه کوي چې په روغتون کې نه پيدا کېږي، خو پوليو قطرې په وار وار راوړل کېږي. داسې خلک د وېکسين په ارزښت نه پوهېږي. موږ بيا له هغو سره کښېنو، سر ورخلاص کړو چې دا قطرې د وايرس په ضد کار کوي. ماشوم له معذورۍ خوندي ساتي. د ماشومانو د پوليو او روټين ويکسين ماشومان د ټول عمر له معذورۍ او محتاجي خوندي کوي".

په سيمه کې د کامنيټ ادارې چارواکی صمد حريفال وايي، د کامنيټ اداره په بلوچستان کې د خلکو پر اماده کولو يا کميونيکېشن کار کوي. تر کمپېن وړاندې او د کمپېن په ترڅ کې د کامنيټ سټاف د انکاري خلکو د قانع کولو هڅې کوي، ځکه نو په کمپېن کې مهم رول د کميونيکېشن وي:

"په پوليو مخنيوي پروګرام کې مهم رول د کميونيکېشن دی چې په ټولنه کې د وېکسين په اړه د خلکو پوهه زياتوي، بېلابېل پروګرامونه، سيمينارونه او غونډې کوي. د پوليوضد ويکسين په اړه خلکو ته معلومات ورکوي. ځينې داسې لرې پرتې سيمې دي، چې اوس هم خلکو د پوليو او روټين ويکسين په اړه مالومات نشته".

نوموړی زياتوي، چې د کميونيکېشن په برخه کې نارينه او مېرمنې کار کوي. هغه کور پر کور ګرځي او خلکو ته مالومات ورکوي. په ښاري سيمو کې مېرمنې خو په کليوالو سيمو کې نارينه کار کوي. د کميونيکېشن په کار کې تر نارينه د مېرمنو رول ډېر مهم وي:

"د مېرمنو رول ځکه مهم دی، چې هغه کورنيو ته ښه لاسرسی لري. کورونو ته ننوځي، له ميندو سره د ويکسين په اړه خبرې کوي او هغو ته مالومات ورکوي. د دې له امله د ويکسين کار نور پياوړی کېږي. په خلکو کې د ويکسين طلب زياتېږي او غواړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليوضد قطرې ورکړي".

په بلوچستان کې د پوليوضد کيمپېن چې د اپرېل مياشتې پر دېرشمه نېټه پيل شوی د صوبې په دېرش ضلعو کې دوام لري. په کمپېن کې د درويشت لکه 95 زره ماشومانو د وېکسين کولو هدف ټاکل شوی چې د پوليوضد وېکسين به ورکول کېږي.

چمن پرلت 197 ورځې: د ملېشې او پرلتوالو نښته، یو احتجاج کوونکی وژل شوی او ګڼ شمېر ژوبل

د چمن په ﺭوان پرلت کې موجود کسان وايي په دوی باندې نن د ملېشه ځواکونو عسکرو بريد کړی چې د دوی په وینا پکې ﺯيات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو ملېشه ځواکونو (ايف سي) له ډزو کولو انکار کړی دی.

د چمن سېول هسپتال عمله وایي شپز ټپیان او د يوه تن مړی هسپتال ته وروړل شوي دي خو د پرلت وياند صادق اڅکزی دعوه کوي چې پر پرلت په ډزو کې دﺭې کسان وژل شوي دي او تر شلو ﺯيات ژوبل دي.

د پرلت کمېټۍ ددې پېښې په ضد په چمن ښاﺭ کې کاﺭبنديز کړی او د کوټې چمن لویه لاﺭه یې بنده کړې ده. وایي تر څو ددغو حمله کوونکو په ضد قانوني ګام نه وي اخستل شوی احتجاج به یې روان وي.

د ځایي خواﺭیکښو او ايف سي چاﺭواکو تر منځ نښته د شنبې- خالي په ورځ هغه وخت پيل شوه چې خواﺭیکښو خپلې د خچرو ګاډۍ د ايف سي مرکز مخته ودﺭولې او احتجاج یې پيل کړ.

ځايي خلک وايي په دغه مهال ايف سي د خپل مرکز له مخې د احتجاج کوونکو د لرې کولو لپاﺭه پر دوی حمله وکړه.

د چمن پرلت وياند صادق اڅکزی دعوه کوي، چې پاکستاني ملېشه چاﺭواکو پر پرلت هم حمله وکړل او هم یې ناتاﺭه ډﺯې وکړې، د پرلتوالو خېمې یې وسوځولې، سټېج یې ور مات کړ:

"اول اوښکې بهوونکی ګېس بيا یې ټکان [ډزې] وکړو، ډېر ځوانان پکې شهيدان سو چې دوی پوﺭته کړو ايف سي هيډکواﺭټر ته یې وړي دي او ډېر ځوانان ﺯخميان دي".

صادق اڅکزی وایي په ښاﺭ کې یې کاﺭبنديز اعلان کړی او د کوټې چمن پر لاره به هر قسمه تجاﺭت بند وي، چې کوم کسان وژل شوي دي د هغوی مړي به د ملېشې د ودانۍ مخته ږدي "تر هغه پوﺭې چې ددغه عمل ذمه واﺭو په ضد قانوني عمل نه وي شوی".

د چمن سرکاري ﺭوغتون طبي عملې يوه غړي عبيدالله وې او اې ډيوه ته وويل، هسپتال ته اوو کسان وروړل شوي چې وایي په هغوی کې يو مړ او شپز ټپیان وو. عبدالله وایي د دوو ژوبل کسانو حالت مرګونی وو او د نوﺭې دﺭملنې لپاﺭه کوټې ته ولېږل شول.

د چمن ايف سي وياند خبري ﺭسنیو ته په لېږلي بيان کې پر احتجاج کوونکو له ډﺯو کولو انکاﺭ وکړ.

د پرلت کمېټۍ يوه مشر غوث الله اڅکزي وويل دوی سخت احتجاج اعلان کړی وو، خو وایي ددغه احتجاج د ګډوډولو لپاﺭه ايف سي د پرلت پر ګډونوالو حمله وکړه او عام ولس يې په ډﺯو وويشت:

"دغه د ټوله ولس پرلت دی چې د خپلو غوښتنو لپاﺭه دلته شاخوا د اوو مياشتو ﺭاهیسې یې پرلت وهلی دی او پر باډﺭ تګ ﺭاتګ او خپل ﺭوﺯګاﺭ غواړي، خو ایف سي د پرلت خېمو ته اوﺭواچاوه اته خېمې یې وسوځولې، ځوانان یې په ګولۍ وويشتل، ﺯموږ نوﺭې د صبر پيمانې ډکې شوې، موږ به نوﺭ ګام اخلو".

تر پېښې وروسته احتجاج کوونکو د يوه کس مړی دا وخت د احتجاج په توګه د ضلعې د سرکاﺭي ودانۍ مخته ايښی دی او له حکومته په دغه پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د قانوني کاﺭوايۍ غوښتنه کوي.

په چمن کې ال پاﺭټيز تاجر اتحاد پرلت له تېرو 197 وﺭځو ﺭاهیسې ﺭوان دی او له حکومته پر چمن دﺭواﺯه د افغانستان سره تګ ﺭاتګ د پخوا په څېر په شناختي کاﺭډ او افغان تذکره غواړي خو د پاکستان حکومت یې دا غوښتنه نه مني او د تېر کال د نومبر له اولې نېټې یې تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه باندې عملي کړی دی.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG