لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان د پولیس ډائیرۍ په اړه د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کوي


قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليس تفتيش يا پلټنو عمل په پخوانۍ طريقه کيږي او د نوي ټيکنالوجۍ استعمال پکې ډير کم کيږي چې له وجې يي په تفشيش کې نيمګړتياوې مخې ته راځي
قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليس تفتيش يا پلټنو عمل په پخوانۍ طريقه کيږي او د نوي ټيکنالوجۍ استعمال پکې ډير کم کيږي چې له وجې يي په تفشيش کې نيمګړتياوې مخې ته راځي

د پاکستان سپريم کورټ ويلي د پوليس ډائيري يا ضمني په عدالتي مقدمو کې د ثبوت په توګه نشي کارول کېدی.

قانون پوهان د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کوي چې په کريمينل (د جرمونو) په مقدمو کې یې د پوليس ډائيري د ثبوت په توګه د استعمالېدو ممانعت وکړو.

قانون پوهان وايي دا په فوجداري قانون کې هم موجود دې چې پوليس ډائيري د ثبوت په توګه نه شي کارول کېدی۔ پوليس وايي دوی ضمني د خپل ياداشت او د جج د کېس په ژورتيا د پوهولو د پاره جوړوي۔

د پاکستان سپريم کورټ څو ورځې وړاندې خپله يوه پريکړۀ کې وويل چې پوليس ډائیري يا ضمني په عدالت کې د ثبوت په توګه نشي کارول کيدې۔

پوليس ډائيري يا ضمني هغه پلټنېز رپورټ وي چې پوليس د جرم نه پس جوړوي۔

قانون پوها سپاس ايډوکېټ وايي د جرم کيدو پس د پوليس پلټنې اکثر نيمګړي، په خپله خوښه يا په غېر اداردي توګه د پوليس نه د ضمني ليکو په وخت غلطۍ هم کيږي او چې له وجې يي اکثر له بې ګناه تن سزا او په جرم کې ککړ تن بې ګناه وګرځول شي۔

قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليس تفتيش يا پلټنو عمل په پخوانۍ طريقه کيږي او د نوي ټيکنالوجۍ استعمال پکې ډير کم کيږي چې له وجې يي په تفتيش کې نيمګړتياوې مخې ته راځي۔

خو د چارسدې په پولیس تهاڼه کې تفتيشي افسر بشير يوسفزۍ وايي پوليس ضمني يا ډائيري ۱۷۲ ضابطه فوجداري لاندې د خپل ياداشت او د جج د کېس په ژورتيا پوهولو د پاره ليکل کيږي، دا د ثبوت په توګه نه وړاندې کيږي۔

"دا د مخکې نه هم داسې وه خو د عدالت فېصلې سره خلکو ته پته ولږيده، ضمني د پوليس د شهادت په وخت د خپل ياداشت تازه کولو د پاره او يا جج ته د کېش ژورتيا معلومولو د پاره ورکړل کيږي، دا د ثبوت د پاره نه وي"

قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليسو باندې د بډې رشوتونو په تورونو او د تفتيش په پخوانيو طريقو ته په کتو د سپريم کورټ پريکړه د جرمونو په فېصلو کې د روڼتيا سبب ګرځېدی شي خو وايي چې د غې حتمي نتيجې راتلل به وخت وغواړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG