لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان د طالبانو دوه نور اهم مشران د زندان څخه ازاد کړل


د جمعې په ورځ په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع غونډه کې د امریکې او طالبانو استازي په ځای ناست وو
د جمعې په ورځ په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع غونډه کې د امریکې او طالبانو استازي په ځای ناست وو

پاکستان د افغان طالبانو دوه نور مشران د زندان څخه ازاد کړې دي. دا خبر د اېسوسي اېټېډ پرېس ( ای پي ) خبري ادارې ورکړی دی.

افغان طالبانو د گل یا دوشنبې په ورځ د ملا عبدالصمد ثاني او کمانډر صلاح الدین د پاکستاني زندان نه د خوشې کېدیو د خبر تائید وکړو.

د جېل څخه په خوشې کړی شویو طالب مشرانوکې عبدالصمد ثاني د ٩٠ په لسیزه کې د طالبانو د واک په وخت افغانستان کې د مرکزي بېنک گورنر وو.

د یولسم ستمبر پېښې وروسته د نورو یوشمېر افغان طالبانو ترڅنگ امریکې عبدالصمد ثاني هم د مطلوبه ترهگرو په فهرست کې شامل کړی و.

د افغان طالبانو دوه ذمه وارو کسانو د امریکې د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د پاکستان د زندان نه د لاندې کچې یو بل طالب کمانډر صلاح الدین هم خوشې کړې شوې دې.

د طالبانو د دې مشرانو د خوشې کېدلو خبرونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د امریکا خصوصي استاذې زلمې خلیل زاد یو ځل بیا د سېمې د هېوادونو په سفر دی.

خلیلزاد ددې نه وړاندې هم د تېر اکتوبر په میاشت کې د پنځه هېوادونو پاکستان، افغانستان، سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو سفر کړی و او د دغه سفر په وخت هم یو طالب مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان د جېل څخه خوشې کړی شوی و.

زلمی خلیلزاد دا مهال په افغانستان کې د سولې په غرض یو وارې بیا د سېمې په سفر دی.

سټېټ ډپارټمنټ ویلي خلیلزاد به د نومبر د اتمې نېټې نه تر د ٢٠ مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او وزارت وویل خلیلزاد به د افغان حکومت ترڅنگ د ټولو اړوندو ډلو سره په افغانستان کې د طالبانو په شمول د امن بهیر په وړاندې بوتلو په موضوع خبرې کوي.

زلمی خلیلزاد د سیمې ورستی سفر او د طالبانو د دوو نورو مشرانو د ازادیدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې په افغانستان کې د امن دپاره کوښښونه په نړيواله گړندي شوې دي.

د جمعې په ورځ روس په ماسکو کې په افغانستان کې د امن په موضوع د یو شمېر هېوادونو د غونډې کوربتوب وکړو. دا لومړی ځل و چې د ماسکو په غونډه کې امریکايي او طالب استازي په یوه غونډه کې په یو ځای کېښناستل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG