لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طورخم لارپرانېستلو دپاره پاکستاني او طالب چارواکو خبرې شروع کړي


طالبانو د طورخم دروازه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وتړله او د پاکستان په اميګرېشن چارواکو يې افغانانو او په خصوصي توګه د هغو بيمارانو سره چې درملنې دپاره يې پاکستان ته تګ غوښتلو د بدسلوکۍ الزام ولګولو
طالبانو د طورخم دروازه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وتړله او د پاکستان په اميګرېشن چارواکو يې افغانانو او په خصوصي توګه د هغو بيمارانو سره چې درملنې دپاره يې پاکستان ته تګ غوښتلو د بدسلوکۍ الزام ولګولو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم لار چې د تېرو دوو ورځو راهسې بنده وه، د بیا پرانېستلو دپاره يې پاکستاني او طالب چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرې شروع کړې.

د وي او ای په رپورټ کې د امنیتي چارواکو له قوله وېل شوي په طورخم تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دواړو خواو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کې یو طالب سرحدي محافظ وژل شوی او پاکستانی عسکر زخمي شوی دی.

د وي او ای په رپورټ کې وېل شوي چې د دواړوملکونو مقامي چارواکو تاتریخوالي د کمولو او سرحدي لار د پرانېستلو دپاره د مذاکراتو څو دورنه کړي دي خو لار لا بنده وه او د نهې، سه شنبې، د شپې د وخت پورې د مذاکراتو څه نتیجه مخې ته نه وه راغلې.

د دواړو خواو د چارواکو په وېنا د طورخم لار د بندېدو په نتیجه کې په زرګونو خلک او لارۍ موټرې په پوله اېسار دي.

طالبانو د طورخم دروازه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وتړله او د پاکستان په اميګرېشن چارواکو يې افغانانو او په خصوصي توګه د هغو بيمارانو سره چې درملنې دپاره يې پاکستان ته تګ غوښتلو د بدسلوکۍ الزام ولګولو.

پاکستان په طورخم د تاوتریخوالي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د پولې د بندولو د طالبانو د فېصلې دفاع کړې ده. هغه وویل پاکستاني سرحدي ځواکونو افغانانو سره د بې احترامۍ سلوک کولو. هغه امید څرګند کړو چې په پوله مسله به په خبرو حل کړی شي.

مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل چې پاکستاني چارواکو به د افغانانو شناختي او مهاجر کارډونه او سفري دستاوېزات شلول او غورځول خو هغه مشران افغانان ښځې او سړي چې پاکستان ته د علاج دپاره تلل د هغوی سره يې د بې رحمۍ سلوک کولو.

په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو د مجاهد خبرې رد کړې او په طالبانو يې الزام ولګولو چې بغیر د څه راپارونې يې ډزې وکړې.

افغانستان او پاکستان ۲۶۰۰ پوله لري چې د ډیورنډ لاین یا د ډیورنډ په کرښه هم یادېږي. طورخم د دواړو ملکونو ترمنځ د خلکو او د تجارت تر ټولو لویه لار ده.

يو پاکستاني چارواکي د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل طالبانو پس له هغې د طورخم دروازه بنده کړه چې پاکستاني چارواکو د مریضان سره هغو کسانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازت ور نه کړو چې سفري دستاوېزات او یا شناختي کارډونه يې نه لرل.

د تاجرانو په قول طورخم لار د بندېدو له امله په زرګونو تجارتي موټرې دواړو خواو ته اېسارې شوي دي چې پکې په تازه مېوه او سبزۍ بار ټرکونه هم شامل دی.

تاجران وايي طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت نه مالي ګټه ترلاسه کوي او د پولې بندېدل ورته د تاوان سبب جوړېږي.

د افغان چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري نایب صدر خان جان الکوزي د افغانستان طلوع ټېلې وژن ته وویل د پولې بندیدل د هغو تاجرانو دپاره د نقصان سبب دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ تجارتي توکي وړي راوړي.

د طالبانو د تجارت وزارت، د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د موجود مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې يې د یو ارب ډالرو نه زیات د تاریخي کچې زیات عایدات ترلاسه کړي دي چې زیاتره برخه پکې په سرحدي تجارت د ټېکسونو ده .

ورلډ بېنک هم تیره میاشت د طالبانو د دې خبری تاید وکړو چې د مالي کال ۲۰۲۲-۲۰۲۳ په لومړیو نهه میاشتو کې عایدات او صادرات زیات شوي دي.

د ورلډ بېنک رپورټ وویل چې د افغانستان د صادراتو (اېکسپورټس) ۶۵ فیصد برخه پاکستان ته ځي.

د وي او ای رپورټ وايي دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو دپاره پاکستان افغانستان سره په تجارت ځېني ټېکسونه لرې کړي او افغان تاجرانو دپاره يې ویزې اسانې کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات په اسلام اباد کې د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG