لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د قربانۍ ګډوري پښتانه ؟ که نور څوک ؟


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د امریکا ته ويلي پېسې نه غواړي خو امریکا دې د پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه کښې د هيواد د قربانیو درناوی اوکړي.

قرباني چا ورکړه او يا د چا نه يې واخسته او په بهر دنيا کښې په خصوصي توګه په امریکا کښې د خارجه پاليسۍ په نوم چا خرڅه کړه؟

د پاکستان د شمېرو تر مخه په تېرو ١۴ کالو کښې په ترهګرۍ کښې د وژل شوو پاکسانيانو شمير تر ٧٠٠٠٠ نه ٨٠٠٠٠ پورې رسيدلی خو يو نظر په دې اچول ډير مهم دي چې د وژل شوو پاکستانيانو تعلق د پاکستان د کومو سيمو او خلکو سره دی.

پاکستاني څيړنکاران دا مني چې په پاکستان کښې يوازې پښتانه د قوم په حيث د ترهګرۍ نخښه دي. د پښتونخوا اولسي تحريک د شمیرو تر مخه د قربانيانو پاکستانيانو ۹۵سلنه برخه (فيصده) د پښتونخوا او قبايلي سيمو سره دي او که وکتل شي نو پښتانه قربانيان هم شول او نړۍ ته ترهګر هم ور وپيژندل شو. هغه متل دی چې مړ هم زه او پړ هم زه.

د پښتنو سيمو ريښه د ترهګرۍ سره نيغ په نيغه د امریکا د ٩/١١ د ترهګرۍ د پيښو سره تړلی کېږي. امریکې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت ړنګ کړو او د طالبانو وسله والو او مشرانو په پاکستان کښې غېر اعلان شوې پناه واخسته.

القاعده هم چې د طالبانو په وخت کښې په افغانستان کښې فعاله وه د طالبانو د سقوط نه وروستو پاکستان ته خپل مرکزونه انتقال کړل او اخر د القاعده مشر اوسامه بن لادن په کال ٢٠١٢ کښې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کښې د پوځ تر ټولو لوې تربيتي مرکز کاکول سره نزدې په امريکاي بريد کښې اووژل شو. د القاعدې د اوسني مشر ایمن اظواهري په اړه هم ويل کیږي چې پاکستان کې چرته پټ ژوند کوي.

د افغان طالبانو مشر ملا عمر ځايې ناستي ملا اختر منصور پروسکال په بلوچستان کښې د امريکا په یو ډرون برید کښې اووژل شو. او د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر هم د رپورټونو تر مخه د پاکستان په يو هسپتال کښې مړ شوی دی.

په تیرو ۱۶ کالو کې د سعودي عربستان د وهابي مسلک او ريالونو په زور په زرګونو مدرسې په پښتنه خاوره جوړې کړی شوي او د پښتنو بچي پکښې د جهاد د پاره تربيه شول. دغه طالبان بيا لکه د شرمخانو په پښتنو ور واچول شول او د دې جهاديانو د ترهګرۍ لومړي قربانيان د قبايلي سيمو مشران او سپين روبي اوګرځيدل ځکه چې کومې ترهګرې ډلې د پټو قوتونو په مرسته په قبايلي سيمو کښې ځاې په ځاې شوې وې هغوې په خلکو کښې د وېرې خورولو او د دوې په شتون د چپ پاتېکېدو د پاره د سر خلک ډير په بې رحمۍ د جاسوس په تور حلال کړل او دغه لړۍ لا روانه ده.

د دې پاليسۍ لمنه نوره هم فراخه شوه او تر دې ورسيده چې سوات، بونير، شانګله او دير هم د يو پلان تر مخه تحريک طالبان پاکستان ته حواله کړی شو. د پښتنو په ښارونو، کلو، لوبغالو، حجرو، جماعتونو، جرګو او جنازو هم ځان مرګي بريدونه پيل شو او يو داسې دندوکار ېې جوړ کړو چې چاته هم اندازه نه کېده چې دا هر څه څوک او د څه د پاره کوي.

لوبه ټوله د ډيورنډ د لانجمنې کرښې په غاړه جوړه کړی شوه او په اخر کښې د پاکستان نيت په دې شکل کښې ښکاره شو چېد افغانستان سره په ډيورنډ کرښه د ٫٫ پولې د سمبالښت ٬٬ لپاره کوټلي ګامونه ضروري دي.

کور د پښتون وران شو، د چين سره د روانې ترقياتي منصوبې چاينه پاکستان اکنامک کوريډور نه پښتنخوا محرومه کړی شوه، سکول د پښتون په بارودو والوځول شول، بازارونه، عدالتونه د پښتنو په وينو سره شو، د علم ځايونه د پښتنو بچو په وينو ولړل شول چې د پيښور ارمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون ېې تازه مثالونه دي. په لکونو لکونو پښتانه ېې په کلونو کلونو د خپلو سيمو نه بې کوره کړل او لا اوس هم در په در دي خو څېره د پاکستان نړۍ ته د قرباني هېواد وړاندې کړی شوه.

څنګه چې صدر ټرمپ ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد د ملګرتيا په سر اربونو اربونو ډالره اخستي خو ملګرتيا ېې دوه مخې اوخته. تپوس دا راپورته کېږي چې دا دومره لوې ځاني او مالي زيان د پښتنو اوشو. نه ېې څوک حساب کوي او نه ېې څوک حساب غوښتلی شي خو د دومره قربانيو په بدل کښې د ترقۍ کارونه او د امريکې نقدې ويړيا ډالرې بل چرته لاړې. د ننه پورې په پښتنو سيمو کښې د دغه پيسو د لګښت هېڅ نوم نښان نشته.

خبره د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې اي اېس پي ار له خوا د خور کړی شوي بيان نه شروع وه چې د پوځ مشر دغه وينا د امریکا په پاکستان کښې ميشت سفير ډيوډ هيل ته د هغه د جي ايچ کيو د دورې په وخت کړي ده.

بې شکه د پاکستان جنرال ریښتیا وایي چې پاکستان قربانۍ ورکړي. خو په پاکستان کې دننه دغه د قربانۍ ګډوري پښتانه دي. او هغوي د قرباینو په بدل کې د لا نورو طالبانو، مدرسو، ځانمرګي بریدونو، اقتصادي بې وزلۍ او بې کورۍ سره مخ شوي دي.

دلته په واشنګټن کې په افغانستان کې د پاکستان رول نور منفي ګڼل کیږي. د ورځپاڼو، تهینک ټینکونو، د رپورټونو نه وروسته صدر ټرمپ اوس ښکاره ویلي چې پاکستان وران کارو ته پناه ورکوي. دغه شان د امریکا يو وتلی کانګرس مين ټيډ پو په خپل تازه ټويټ کښې ويلي که پاکستان د ترهګرو ډلو د روزنې نه لاس وانه خلي د چا په لاس چې د امريکايانو وينه ده نو امریکا له درې مهم ګامونه اخستل پکار دي. لومړی دا چې اسلام اباد ته دې هر قسم امداد وتړل شي. دويم دا چې د پاکستان د ناټو د ټولو نزدی ملګري حيثيت دې ختم کړی شي او دريم دا چې پاکستان دې د ترهګرۍ پالونکی هيواد وګرځول شي.

د پوځ په دې دريځ چې پاکستان د ترهګرۍ ښکار دی او په دې جنګ کښې ېې تر ټولو زياته قرباني ورکړې ده، امريکايي او يورپي چارواکي او څيړنکاران نيوکې کوي او دليل يې دا وي چې پاکستان خپله پيدا کړې ترهګري د خارجه چارو د توکي په حيث کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG