د پاکستان د پېټرولو وزیر مصدق ملک ویلي د روس نه په ارازنه بېعه د خام تېلو اخیستل شروع شوو او د تېلو لومړی ټېنکر به اینده میاشت د کراچۍ بندر ته ورسېږي.
مصدق ملک روېټرز خبري ادارې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل پاکستان توقع کوي چې روس ته د تېلو درامدات به د ورځې په حساب یو لک بېرلو ته ورسېږي.
پاکستان په د روس خام تېل په ملک کې دننه په خپلو ريفاینریانو کې صفا کوي.
ماسکو او اسلام اباد د تېلو په اړه سږ کال معاهدې ته رسېدلي وو او په دې لړ کې روسي چارواکو د پاکستان دوره هم کړې وه.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه معاهدې ته په تېرو څو ورځو کې حتمي شکل ورکړی شو او پاکستان د تېلو خريداري شروع کړه.
د روس حکومت په رسمي ډول روېټرز ته په دې اړه څه نه دی ویلي.
په اوکراین د روس د یرغل او د مغربي ملکونو د بندیزونو وروسته پاکستان د هندوستان او د چین په شمول د هغو ملکونو په فهرست کې شامل شو چې روس نه تېل اخلي.
د روېټرز ترمخه، څېړونکي وايي پاکستان په روایتي توګه د امریکي او مغربي ملکونو سره نژدې پاتې شوی او دپاره يې مشکله وه چې د روس نه تېل واخلي خو اوس د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ او توانای ته ډیر ضرورت لري.
رپورټ وايي پاکستان د زر مبادله د سخت کمي او د دیوالیه کېدو د خطر سره مخامخ دی.
د کی پي اېل ار نومې ادارې د شمېرو ترمخه تېر کال پاکستان د هره ورځ ۱۵۴۰۰۰ بېرل تېل زیاتره د سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو نه درامد کول.
روېټرز وویل د مصدق ملک نه پوښتنه وشوه چې روسي تېل به پاکستان کې د تېلو په قیمتونو څه اثر وغورځوي نو هغه وویل دا به هغه وخت معلومېږي کله چې روسي خال تېل صفا او په بازار کې خرڅ دپاره دستیاب شي.
روېټرز وویل مصدق ملک دا واضحه نه کړه چې پاکستان به روس ته د تېلو ادایګي د چین په یوان او که د متحده عرب اماراتو په درهم کرنسۍ کې کوي. هغه وویل د روسي تېلو د درامداتو په تجارتي اړخ څه وېل نه غواړي.
پاکستاني وزیر دا هم و نه وېل چې پاکستان روسي تېل په څه نرخ اخلي؟
په روس د مغربي ملکونو د بندیزونو دلاندې د روس د تېلو د یو بېرل قیمت ۶۰ ډالر مقرر کړی شوی دی چې دا ډول ماسکو په اوکراین کې جنګ دپاره زیاتې پېسې ترلاسه نه کړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي