لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په لومړي یو ځل نرښځي ديني مدرسه پرانستې


په پاکستان کې په لومړي ځل يو نرښځې راني خان دیني مدرسه پرانستې او وايي په خپل خرڅ يې چلوي او نورو ته پکې د ديني زده کړو سره هنري زده کړې هم ښايي.

راني خان وايي، په پاکستان کې زیاتره کورنۍ نرښځيان نه قبلوي دوی د کوره شخړل کيږي او دوی بيا په غلطو کارونو سر شي.

رایټرز سره په خبرو کې 34 کلن نرښځي ويلي هغه هم د هغو نرښځیانو د جملې څخه دی چې په خپله د نرښځيانو سره د کېدونکي چلند ښکار پاتې شوی دی.

خان ویلي په 13 کلونو کې د کوره شخړل شوی او په زوره پرې خېراتونه غوښتل شوي دي.

نرښځي ویلي په 17 کلنۍ کې د نورو نرښځيانو سره يو ځای شوی د خلکو په ودونو او نورو پرواګرامونو کې يې ګډاګانې کړي خو بیا يې دغه کارونه پرېښوده او مذهبي لار يې ونیوله.

راني خان ویلي قران یې په کور ویلی او بيا دینې مدرسې ته ورغلی دی او د تير کال اکتوبر په میاشت کې يې د دوه کمرو مدرسه پرانستې ده.

هغه زیاته کړې د الله د رضا دپاره قران ښايي چې د دنیا او اخرت ګټه ترلاسه کړي، وايي دغه مدرسه يې په ځانګړي ډول د نرښځيانو دپاره پرانستې چې عبادت او مذهبي زده کړې پکې وکړي.

هغه ويلي مدرسه يې د حکومت نه کومې مرستې نه اخلي که څه هم ځينې حکومتي واکمنو ورسره ژمنه کړې چې زده کوونکو ته به يې نوکرۍ ورکړي.

راني خان وايي د ديني زده کړو سره خپلو زده کوونکو ته د ګل ګنډولو يا هنري چل هم ور زده کوي چې د دغه لارې د مدرسې دپاره فنډ هم ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت په کال 2018 کې نرښځيانو ته بنيادي انساني حقونه ورکړی چې دوی کولی شي ووټ ورکړي او په سرکاري اسنادو کې خپل جنس هم نرښځی وليکي.

په پاکستان کې زياتره نرښځيان خېرات غواړي، ګډاګانې يا رقص کوي او د دغه لارې ځان له د ژوند د تيرولو دپاره ګټه وټه کوي.

د اسلام اباد مرستيال کمشنر حمزه شفقت رویټرز ته ویلي، چې دا مدرسه کولی شي چې په ټولنه کې نرښځيانو ته ځای پېدا کړي.

هغه ویلي که د ملک په نورو ښارونو کې دغه رنګ فعاليتونه وشي نو څيزونه به ورسره ښه شي.

په پاکستان کې د کال 2017 د سر شمېرنو ترمخه په ملک کې 10زره نرښځيان وو خو د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي د دوی شمېره اوس د درې لکه نه اوړېدلې ده.

راني خان دغه مدرسه په داسې حال کې پرانستې چې په ملک کې وخت په وخت په نرښځيانو د تشدد او د هغوی د وژنو خبرونه مخې ته راځي.

غېر دولتي ادارې وايي د کال 2015 راهسې تراوسه پورې يواځې په خېبرپښتونخوا کې د 70 نه زيات نرښځيان وژل شوي دي.

د روان کال په سر کې د پاکستان د انساني حقونو وزارت د نرښځیانو د حقونو د قانون 2020 لاندې يوه اعلامیه خپره کړې وه په کوم کې چې ويل شوي وو چې په سرکاري محکمو کې به نرښځیانو ته درناوی ورکول کیږي او تر دې پورې چې سړي پوليس به نه شي کولی چې نرښځيان ګرفتار کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG