لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۱ پېړۍ ده او قبایلي ضلعې انټرنېټ نه لري، د اسلام اباد هايي کورټ د مشر جج حیرانتیه


پي ټي اېم یا پښتون تحفظ مومنټ هم په قبایلي ضلعو کې ولس د بنیادي حقونو د تحفظ غوښتنه کوي
پي ټي اېم یا پښتون تحفظ مومنټ هم په قبایلي ضلعو کې ولس د بنیادي حقونو د تحفظ غوښتنه کوي

د اسلام آباد هايي کورټ مشر جج جسټس اطهر من الله حیرانتیه څرګنده کړې چې په یویشتمه پیړۍ کې هم د پاکستان په قبایلي ضلعو کې خلک انټرنېټ ته رسايي نه لري.

دا خبره قانون پوهه عبدالرحیم وزیر د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای ډیوه ته وکړه.

عبدالرحیم وزیر په قبایلي ضلعو کې انټرنیټ د نیشتوالي خلاف اسلام اباد هايي‌کورټ ته وړاندې کړی شوي د یو خواست وکیل دی او په دغه خواست د اورونې په لړ کې عدالت ته ورغلی و.

اسلام اباد هايي کورټ ته دغه خواست د اسلام اباد نومل نومې یونیورسټۍ طالب علم سید محمد کړی چې غواړي د قبایلي سیمو اوسېدونکي دې هم انټرنېټ ته د رسايي حق ولري.

په خواست د اوریدنې په مهال د اسلام آباد هايي‌ کورټ مشر جج جسټس اطهرمن الله حېرانیته څرګنده کړه چې ۲۱ پېړۍ ته او د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو خلک انټرنیټ ته رسايي نه لري.

د وکیل عبدالرحیم وزیر په خبره جج وویل ۲۱ صدي ده او په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ نشته دا خو د تعجب خبره ده.

عبدالرحیم وزیر زیاته کړه چې د جج د تعجب په ځواب کې هغه وویل "موژ خو (یې) ساتلي داسې یوو، په تیاره کې."

اسلام اباد هايي کورټ د وفاقي حکومت انفارمېشن ټیکنالوجۍ وزارت او پاکستان ټېلې کمیونیکېشن اتارټي، پي ټي ای، ته امر وکړو چې د اپرېل په ۲۳ نېټه عدالت ته ځواب ووايي چې په قبایلي ضلعو ته ولې د انټرنېټ سهولت نه دی ورکړی شوی.

اسلام اباد هايي کورټ په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ د نشت والي خلاف خواست په داسې حال کې شوی دی چې د تېرو څو هفتو راهسې د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې په سیمه کې انټرنېټ د نیشت والي خلاف احتجاجونه هم دوام لري.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په لړ کې تعلیمي ادارې تړل شوي او ادارو انټرنېټ دلارې تعلیمي هلې ځلې شروع کړي دي.

په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ په حق کې احتجاج کوونکي وايي په داسې حال کې چې تعلیمي ادارو انټرنیټ دلارې زدکړې شروع کړي د قبایلي ضلعو طالب علمان انټرنېټ ته د رسايي نلرلو په سبب وروسته پاتې کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG