لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات د جولای نه وړاندې پکار دي


الطاف خان ډېوه رېډیو ته وویل اوس د ریاست دستورې ذمه وارې جوړېګې چې روان کال د جولاې په مېاشت پېنځوېشتمې نېټې نه وړاندې دا صوباې اسمبلو دغه حلقوکښې انتخابات کوول دا رېاست دستورې ذمه زارې جوړېګې
الطاف خان ډېوه رېډیو ته وویل اوس د ریاست دستورې ذمه وارې جوړېګې چې روان کال د جولاې په مېاشت پېنځوېشتمې نېټې نه وړاندې دا صوباې اسمبلو دغه حلقوکښې انتخابات کوول دا رېاست دستورې ذمه زارې جوړېګې

د پاکستان انتخابې کمېشن لخواه د قبایلي ضلعو صوباې اسمبلې حلقه بندیو په اړه جاري کړی شوي حکومتي امر ترمخه د یادو سیمو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ١٦ چوکۍ ټاکل شوي او د انتخابي کمېشن ویاند وايي چې سږ کال د جولای د مېاشت د ٢٥ نېټې نه وړاندې په دغو حلقو کې انتخابات کول د ریاست دستوري مسؤلیت دی.

د قبايلي ضلعو لپاره ټاکل شوي ١٦ صوبايي چوکۍ به د حلقه پي کی ١٠٠ نه تر پې کی ١١٥ په نوم پېژندل کېږي.

د انتخابي کمېشن اعلامیې ترمخه دغه حلقه بندیو د لاندې د باجوړ او خېبر ضلعو لپاره درې درې چوکۍ ټاکل شوېدې.

دغه رنگ د مهمندو، کرمې، شمالې وزېرستان او جنوبې وزېرستان لپاره دوه دوه او د اورکزې لپاره د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې یوه حلقه جوړه شوېده.

دې نویو حلقه بندیو سره په صوبايي اسمبلۍ کښې د عمومې یا د جنرل چوکیو شمېره ١١٥ ته رسېدلې ده.

د انتخابي کمېشن ویاند آلطاف خان وايي کمېشن د ټاکل شوي قانونې تګلارې د لاندۍ د یادو سیمو څخه په حلقه بندو باندې راپورته شوي اعتراضونو د فېصله کولو وروسته دغه حلقې جوړې کړېدې.

الطاف خان ډېوه رېډیو ته وویل اوس د ریاست دستورې ذمه وارې جوړېګې چې روان کال د جولاې په مېاشت پېنځوېشتمې نېټې نه وړاندې دا صوباې اسمبلو دغه حلقوکښې انتخابات کوول دا رېاست دستورې ذمه زارې جوړېګې.

تېر کال د پاکستان پارلېمان دا ېو دستورې بدلون د لارې د هېواد قباېلې ضلعو په خېبرپښتونخواه کښې ورګوګډولو ترڅنګ د ېو شمېر اصلاحات منظورې ورکړې وه.

د قباېلې ضلعو دغه شپاړلس صوباې اسمبلو حلقو کښې د ووټرانو د شمېرو پحقله د انتخابې کمېشن وېاند وايي چې ووټران د ثبت کوولو او د دوی د شمېرو راغونډوولو عمل دوام لرې ځکه د دوې د ووټران د شمېرو پحقله له دا وخت نه شو وېلی.

د قبايلې ضلعو دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د غړو شمېره دولس ده او دستورې بدلون د لاندې ناست پارلېمان معېاد سر ته رسېدلو پورې به دغه شمېره په ځاې ساتلې شې او دستورې بدلون د لاندې دغه معېاد سر ته په رسېدلو به د قباېلې ضلعو د ملې اسمبلې د غړو شمېره کښې د کمي امکان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG