په کال ۲۰۰۲ کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل په تښتوولو او قتل کې سزا شویو څلورو کسانو د بري کېدو خلاف د پاکستان په سپریم کورټ کې د اپيل اورېدنه د دوو هفتو دپاره وځنډول شوه.
سپریم کورټ کې د مقدمې اورېدنه د نهې، سه شنبې، په ورځ کېدونکې وه خو د ډېنیل پرل د کورنۍ وکیل فېصل صديقي ترمخه د مشر سرکاري وکیل په خپلوانو کې د چا د مرګ له امله عدالت کې حاضر نشو او دا ډول اورېدنه وځنډول شوه.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه فېصل صدیقي ووېل د مقدمې د اورېدنې دپاره د سپټمبر د میاشت ۲۹ نېټه وتاکل شوه.
ډېنیل پرل د کال ۲۰۰۲ د جنورۍ په ۲۳ نېټه په داسې حال کې په کراچۍ کې وتښتول شو چې د هغه د پاکستاني وسله والو سره د ریچرډ ریډ د تعلق په اړه د خپل رپورټ دپاره څېړنه کوله. ریچرډ ریډ چې د "شو بامبر " یا د بوټ بمبار په نامه مشهور شوی و هغه تن و چې د پېرس نه د امریکې فلوریډا ریاست ته په پرواز کې نیول شوی او په خپلو بوټانو کې یې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.
ای پي په خپل رپورټ کې وايي د دېنیل پرل د بې درکه کېدو وروسته امریکايي سفارتکارانو یو وډیو ترلاسه کړو چې د خبریال د وژل کېدو تصدیق پکې شوی و.
د ډېنیل پرل د تښتول کېدو او وژل کېدو په لړ کې پاکستاني مامورینو پاکستان نژاد برطانوي شهري احمد عمر سعید شېخ چې د برطانيي معتبرې ګڼل کېدونکي تعلیمي ادارې لنډن سکول اف اکنامکس نه تعلیم ترلاسه کړی و، او درې نور کسان ګرفتار کړل چې د کال ۲۰۰۲ د جولايي په میاشت کې ورته عدالت سزاګانې واورولې.
سږ کال د اپرېل په میاشت کې عدالت د احمد عمر سعید شېخ د مرګ سزا ختمه کړه خو د ډېنیل پرل د په تښتوولو کې یې د هغه اووه کاله د قېد سزا پرځای وساتله.
د ای پي رپورټ وايي احمد عمر سعید شیخ چونکې د وړاندې څخه ۱۸ کاله په زندان کې تېر کړي او که چېرې سپریم کورټ د ډېنیل پرل د کورنۍ په اپېل د زېلي عدالت فېصله خارج نکړه خو هغه به ازاد شي ځکه چې هغه ته ورکړی شوي د اووه کالو سزا به هغه د ۱۸ کاله بند کې حساب کړی شي.
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ احمد عمر سعید شېخ هم هغه ته د ورکړی شوي سزا خلاف عدالت ته اپېل وکړو خو ای پي وايي د اورېدنې دپاره یې نېټه نه ده ټاکل شوي.
په کال ۲۰۰۲ کې د مقدمې د اورېدنې په مهال عدالت ته ورکړی شوي ایمېلونو او نورو دستاوېزاتو کې احمدعمر سعید شیخ ویلي وو چې ډېنیل پرل سره د هغه نژدې ملګرتیا جوړه شوي وه او دواړو به د خپلو حامله مېرمنو په اړه یو بل سره تشویش شریکوولو.
د واشنګټن جورج ټاون یونېورسټۍ کې د پرل پراجېکټ د عنوان لاندې د خبریالانو یوې ډلې د ډېنیل پرل د وژنې په اړه درې کاله تحقیقات وکړل. ای پي وايي دغه تحقیقات دې نتیجې ته ورسېدل چې خالد شیخ محمد د خبریال سر غوڅ کړی و.
په پاکستان کې زېږېدلی خالد شېخ محمد د ۹/۱۱ حملو معمار ګڼل کېږي او دا وخت د امریکې په ګوانټانامو بی کیوبا زندان کې قېدي دی.