لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار منلې ملک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو ديواليه به نه شي


ښاغلي اسحاق ډار دا هوډ بيا تکرار کړی چې د سخو شرطونو باوجود به اوسنۍ حکومت د ايي اېم اېف پروګرام بشپړ کوي او ورسره کړي ټول لوظونه به عملي کوي
ښاغلي اسحاق ډار دا هوډ بيا تکرار کړی چې د سخو شرطونو باوجود به اوسنۍ حکومت د ايي اېم اېف پروګرام بشپړ کوي او ورسره کړي ټول لوظونه به عملي کوي

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار منلې ده چې دا وخت پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی خو هېواد به ديواليه نه شي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان اوس مهال د سياسي ګډ وډۍ، د خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دی، د زرمبادله ذخیره يې د اتوکلونو تر ټولو لاندې کچې ته رسېدلې او روپۍ يې په پرله پسې ډول د فشار لاندې ده.

د خزانې مرکزى وزير اسحاق ډار منلې ده چې د ملک اقتصادي حالات ښه نه دي خو پاکستان به له دې حالاتو ووځي او دا چې اقتصادي سقوط به نه کيږي.

ښاغلي ډار وویل، "مونږ اقتصاد سمبالولو. ګواکې حالات هغه شان نه دي څنګه چې په کال 2016 کې ول، هغه وخت زمونږ سره د زر مبادله ذخيرې 24 اربه ډالره وو. په دې اوسني بد حالت کې د حکومت غلطي نه ده، ستونزه په نظام کې ده."

پاکستان کې مخ په سېوا کيدونکو بهرنيو قرضو د بېرته ستنولو په توان پوښتنې راولاړيږي او تېره اوونۍ د پاکستان د مرکزي بېنک سره د غېر ملکي زر مبادله ذخیره هم د اتو کلونو تر ټولو ښکته کچې 6.12 اربه ډالرو ته رسېدلې ده او هم تېره اوونۍ نړيوالې رېټڼګ ايجنسۍ ايي اېنډ پي د پاکستان رېټڼګ د [بي درجې] څخه تر ټولو لاندې د [سي سي سي] پلس سطحې ته غورځولې چې ښي د هېواد اقتصادي حالت ښه نه دی.

د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار په خپله وينا کې خوشبيني څرګنده کړې چې د روان مالي کال تر پایه به هېواد د بهرنیو کهاتو او زر مبادلې د ذخيرې په لحاظ سره غوره حالت کې وي.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان د پاکستان اقتصادي اشاريې د اندېښنې وړ بولي او د اقتصادي چارو خبریال او کار پوه مهتاب حېدر ډيوه سره خبرو کې وايي کله چې اوسني اتحادي حکومت واک ترلاسه کړو نو هغه وخت د زر مبادلې ذخيرې 10.8 اربه ډالره وه او نن دا د 6.12 اربه ډالره لاندې کچې ته راکوز شوي دي چې د خطر علامت دی.

ښاغلی د دې کمي بنيادي علت په هېواد کې د ډالرو کمی او د ډالرو د بهرنيو قرضو او درامداتو په مد کې بهر ته تلل په ګوته کوي.

هغه وايي که د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف پروګرام بحال شو نو بيا خو د اقتصادي سقوط خطره د نيشت برابر ده خو که دا بحال نه شو نو د اقتصادي سقوط خطرې به پسې سېوا شي. ځکه چې دوستو هېوادونو هم د هيلو باوجود پاکستان ته پېسې نه دي ورکړي.

د کرنسۍ په مارکېټ کې د لاندې باندې کېدو په اړه د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار هم تکرار کړې ده چې امريکايي ډالر د پاکستان څخه ګاونډي هېواد ته قاچاق کېږي او وايي غنم چې پاکستان يې په خپله هم د بهر څخه درامد کوي قاچاق کيږي او دغه حال د کيميايي سرې هم دی او وايي د قاچاق ودرولو لپاره د محکمې په کچه حل هم لټول کېږي.

د اقتصادي چارو کار پوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې د هېواد په اقتصادي حالت هم اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي حکومت له به د ډالر د بېلابيلو نرخونو په ستونزه قابو موندل وي او د يو شان اېکسچېنج رېټ نظام به راوړل وي ځكه چې دا وخت د ډالر درې نرخونه چليږي.

دې وايي باید چې زر تر زره د ايي اېم اېف سره خبرې سرته ورسول شي او دا پروګرام اوس هم ډېر لېټ شوی دی.

د پاشا په قول که د راتلونکي کال تر جنورۍ میاشت پورې د اي اېم اېف سره پروګرام بحال نه شو نو اقتصادي حالت به پسې لا هم خراب شي.

ښاغلي اسحاق ډار دا هوډ بيا تکرار کړی چې د سخو شرطونو باوجود به اوسنۍ حکومت د ايي اېم اېف پروګرام بشپړ کوي او ورسره کړي ټول لوظونه به عملي کوي.

پاکستان په کال 2019 کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 ارب ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړی وو خو د ايي اېم اېف د نهمې ارزونې د لا نه کيدو له امله دا پروګرام له څو میاشتو راهسې د ځنډ ښکار دی او ايي اېم اېف لا هم پاکستان ته د 1.8 اربه ډالره قسط نه دی ورکړی.

نړیواله مالياتي اداره ايي اېم اېف د پاکستان د اوسني حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بجلۍ، ګېسو او تېلو نرخونه دې سېوا کړي خو حکومت لا هم دغه غوښتنې نه دي پوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG