د پاکستان پوځ وایي په هېواد کې د وروستیو وسلوالو بریدونو په تناظر کې یې د 21م اپرېل نه د بلوچستان صوبې د ږوب ضلعې په سمبازه علاقه کې عملیات کړي، او "په تېره میاشت کې ترسره شوو عملياتو کې 29 ترهګر وژل شوي دي، او په دغو عملياتو کې په 14مه مې مېجر بابر خان وژل شوی وو".
پوځ نن په 22مه مې په یو بیان کې ویلي، "په وروستيو کې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، د افغانستان نه ترهګر په پوله د راوړي پاکستان کې امنيتي ځواکونه او بې ګناه خلک په هدف کوي".
د پاکستان پوځ ويلي، " افغانستان کې د عبوري حکومت نه په مستقله توګه غوښتنه کوي چې خپل لوري ته د پولې ساتنې انتظام په موثره توګه يقيني کړي، عبوري حکومت دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او ترهګر دې پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد وکاروي".
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي. خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو کوم برید شوی وو، "په دغه بريد کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی وو، پاکستان د دغو پېښو په کلکه غندنه کوي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ دغه دعوې ته په ځواب کې ويلي وو، "د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو".
احمد شریف چودري هغه وخت دا هم ويلي وو، "پاکستان د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه هر ډول مرسته کړې خو طالبانو چې په دوحه کې کومې وعدې کړې په هغې یې تراوسه پورې عمل نه دی کړی، په دغه معاهده کې ښکاره ليکل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم ملک خلاف نه کاريږي خو کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند کړي دي".
خو طالبانو بيا تور لګولی وو، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".
پاکستان دغه تور ته ځواب نه وو ويلی.
په 14مه مې د پاکستان پوځ ويلي وو، د ږوب په سمبازه سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کول، د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو د ترهګرو ځالې په نخښه کړي، درې ترهګر یې وژلي، د هغوي د ولکې نه یې وسلې او چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي وو. او د وسله والو سره نښته کې مېجر بابر خان هم وژل شوی وو.
د پاکستان پوځ بيا تکرار کړې، "د ترهګرۍ خاتمې، خپلو خلکو او پولو خوندي کولو ته ژمن دی".
Forum