لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې تېر کال 75 جرنلسټان آن لاين ځورول شوي


پاکستان کې وار په وار ښځينه خبریالانو دا شکایت کړی چې دوي آن لاين ګواښول شوي او د جنسي تيریو ګواښونه ورته شوي دي
پاکستان کې وار په وار ښځينه خبریالانو دا شکایت کړی چې دوي آن لاين ګواښول شوي او د جنسي تيریو ګواښونه ورته شوي دي

پاکستان کې د ډیجيټل یا انټرنېټي حقونو باوري کولو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې ډیجیټل رايټس فاونډیشن ويلي، په کال 2022م کې ورته 75 صحافیانو شکایاتونه کړي چې د انټرنېټ د لارې يا آن لاين ځورول شوي دي.

د کار پوهانو په وېنا پاکستان کې د حکومتونو نه زیات طاقتوره پوځي اسټبلشمنټ رسنۍ کنټرول ساتل غواړي.

ډیجیټل رايټس فاونډیشن ويلي تېر کال ورته 40 نارينه، 34 زنانه او يو نرښځي جرنلسټ شکايتونه کړي او ويلي يې دي انلاين ګواښونه ورته شوي وو.

د رپورټ ترمخه ټولو نه زیات 25 فیصده شکایتونه د پنجاب صوبې نه او 17 فيصده د بهر هیواد چې په بینادي توګه دافغانستان سره یې تعلق دی، دوی ته شکايتونه ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د جرنلسټانو ځورولو خبرونه مخې ته راځي خو په آن لاين بڼه ځورول به کوم ډول تاوان اړوي؟

د ډیجيټل رايټس فاونډېشن مریم سعید وایي چې د صحافیانو آن لاين ځورولو ډېرې بدې اغېزې وي، ځکه که يو خبریال په يوه موضوع څه رپورټ کړی وي او د هغې په بنياد ځورول کیږي نو بیا نور صحافیان هم وويريږي او د داسې رپورټونو څخه ډډه کوي داسې ډېر مثالونه شته چې د يو صحافي آن لاين ځورولو پس نور غلي شوي دي.

د پاکستان حکومت او اسټبلشمینټ تل دا دعوې کوي چې پاکستان کې مطبوعات ازاد دي او د صحافیانو ځورولو کې د ریاستي ادارو څه کردار نشته خو بیا پاکستان کې د داسې قانون سازۍ هڅې شوي چې په ظاهره یې مقصد د ازادې ميډيا اواز غلی کول وي.

یو مثال یې په وروستيو کې د حکومت لخوا پیمرا ترمیمي ‌بل دی د کوم چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ترڅنګ د صحافیانو تنظیمونو هم مخالفت کړی او دغه قانون سازي یې د راې د اظهار په آزادۍ يو بل قدغن بللی دی.

خبریال عبدالله مومند وایي پاکستان کې اکثره طاقتوره پوځي اسټبلیشمنټ په میډیا کنټرول راوستل غواړي او د دې مثال دا دی چې کله نه پوځ د تحریک انصاف خلاف شوی دی نو په میډیا اوس څوک د تحریک انصاف يا د عمران خان نوم نه شي اخستی.

د ډیجیټل رایټس فاونډېشن په رپورټ کې ویل شوي چې د سړو په مقابله کې زنانه خبریالانو د آن لائن ځورولو شکایتونه کم کړي دي خو دا خبره هم مهمه ده چې پاکستان کې په ټولو رسنيو کې د ښځينه جرنلسټانو شمېره يواځې پینځه فيصدي ده.

پاکستان د ډېر وخت نه صحافیانو د پاره خطرناک ګرځول شوو هیوادونو په نوملړ کې شامل دی خو دلته بيا هر حکومت دعوه کوي چې میډیا دلته مکمله آزاده ده.

خبریال مدثر حسېن وايي، د پاکستان دستور د اظهار رای د آزادې اجازه ورکوي خو چې بیا کله څوک دا حق استمال کړي او د هغې خلاف څه کاروايي وشي نو بیا د داسې خبریال حفاظت باور د پاکستان دستور نه ورکوي.

پاکستان کې وار په وار ښځينه خبریالانو دا شکایت کړی چې دوي آن لاين ګواښول شوي او د جنسي تيریو ګواښونه ورته شوي دي.

او په کال 2020م کې د صحافیانو نړيوال تنظیم بې پولې خبریالانو هم د پاکستاني ریاست نه غوښتنه کړې وه چې د صحافیانو آن لاين ځورولو مخه دې ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG