لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ: په پنجګور او نوشکي کې اووه عسکر او 13 وسله وال وژل شوي 


د پاکستان پوځ ويلي د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې د پوځ اووه عسکر او 13 وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار وویل په نوشکي او پنجګور سیمو کې د پوځ او وسله والو جګړه د شورو، چهارشنبې، په شپه په پوځ د حملو وروسته شروع شوه.

د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) نومې تنظیم د دواړو حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده او رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې په بریدونو کې د ډلې دوه وسلوال وژل شوي دي.

پوځ وویل د نوشکي په جګړه کې نهه وسله وال او څلور عسکر ووژل شو چې یو پوځي افسر پکې هم شامل دی.

پوځ په پنجګور کې د څلور وسله وال او د پوځ درې عسکر ووژل شو او څلور نور زخمیان شوي دي. ای اېس پي ار وویل پوځ لږ تر لږه څلور نور وسله والو محاصره کړي دي او په ضد یې عملیات دوام لري.

د دې نه وړاندې د پاکستان کې د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په نوشکي او پنجګور سيمه کې د 15 وسله والو او څلورو پوځي عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

شېخ رشيد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (3 فرورۍ) په ټويټر په يو ویډيو بیان کې په نوشکي او پنجګور کې د بريد په اړه تفصيل ويلی دی.

نوموړي ويلي، په نوشکي کې په بريد کې 9 ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي دي. او په پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

شېخ رشيد ویلي په دواړو ځايونو کې پوځ ترهګر په شا تمبولي او نن هم په پنجګور کې څلور يا پينځه ترهګر د پوځ په ګېره کې دي، هغو ته به هم پوځ ماتې ورکړي او نوموړي دغه غټه کاميابي ويلې ده.

له دې وړاندې تېره شپه د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي وو، د ایران پولې ته نیژدې په پنجګور سیمه کې وسلوالو له دوو ځایونو څخه د امنیتي ځواکونو کېمپ ته د ننوتلو هڅه کړې خو وایي‌ پوځیانو یې مخه نیولې ده.

په بیان کې ویل شوي وو چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په ډزو کې یو ملېشه عسکر وژل شوی، خو د وسلوالو د وژلو په اړه یې معلومات لا نه دي‌ ورکړي. وایي د ډزو په مهال وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر وایي‌ په نوشکي سیمه کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې چې وایي په جوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي او یو پوځي افسر ټپي شوی دی.

نوشکي له کوټې څخه د لوېديځ په لور د 150 کيلومیټره په فاصله د افغانستان له سرحدي پولې سره او پنجګور بيا د ايران پولې ته نیژدې سیمه ده. په دغو دواړو سیمو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي.

په روانه اوونۍ کې د ايران له سرحدي پولې سره په پرته سیمه کېچ، ډېره بګټي او چمن کې 13 امنیتي عسکر وژل شوي دي چې ذمه واري یې پاکستاني وسلوالو طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پر غاړه اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG