لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشکيک نه پاکستاني زده کوونکي ستنول کيږي او حالات معمول ته راځي: پاکستاني وزيران


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي، د کرغزستان د حکومت سره په تماس کې دي، هلته حالات سميږي او د پاکستانيانو زده کوونکو ‏ستنولو لړۍ روانه ده.‏

تارړ پرون د اتوار په ورځ د لاهور په هوايي اډه راستنېدونکو زده کوونکو هرکلي له ورغلی او ویلي يې دي ‏‎175‎‏ زده کوونکي رارسېدلي، او حکومت د ‏کرغزستان څخه په ورځ کې د څلورو الوتکو چلولو ځانګړی اجازت ورکړی دی.‏

هغه ويلي، زده کوونکو ته به هر ډول ممکنه مرستې ورکوي، په کرغزستان کې د تشدد د پېښو له امله په خلکو کې ويره خوره شوې خو اوس هلته حالات ‏سم شوي دي.‏

دوه ورځې وړاندې د منځنۍ اېشیا د کرغزستان هېواد په سرښار بشکيک کې په پاکستاني او نورو بهرنيو زده کوونکو د تشدد خبرونه مخې ته راغلي، د ‏پاکستان ‏وزيراعظم شهباز شريف د زده کوونکو په حال ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې وو، بشکيک کې یې پاکستاني سفير ته د زده کوونکو هر ‏ډول ‏مرستې لارښوونه کړې ده.‏

په ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې د تشدد پېښې ليدل کیږي، ځينو کسانو پاکستاني زده کوونکو ته د مرګ ژوبلو اوښتو خبرونه هم ‏ورکړي ‏دي.‏

عطا تارړ د اتوار په ورځ لاهور کې د مرستيال وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او کشمیر د چارو مرکزي وزیر امير مقام سره په خبري غونډه کې ‏ویلي، بشکیک کې څوک پاکستانی زده کوونکی نه دی وژل شوی، يو سياسي ګوند د کرغزستان پېښې ته غلط رنګ ورکوي.‏

هغه ویلي، د دوه زده کوونکو ډلو ترمنځ نښته شوې او پاکستاني زده کوونکي هم د دغه نښتې ښکار شوي پاکستانيان یې هدف نه وو.‏ هغه زياته کړې، په پېښو کې شپږ پاکستاني زده کوونکي ژوبل شوي او په مختلفو روغتونونو کې یې درملنه روانه ده.‏

د تارړ په خبره کوم زده کوونکي چې راستنېدل غواړي، د راوستلو دپاره یې خصوصي انتظامات شوي، ټوله خرچه به یې حکومت برداشت کوي.‏ له دې وړاندې په بشکيک کې پاکستاني زده کوونکو د وټس اېپ د لارې وي او اې ډیوه ته ويلي وو دوی په خپلو ځايونو کې بند پاتې دي، سخت په ويره ‏کې دي.‏

په پاکستاني طالبعلمانو د شوي تشدد په سر د پاکستان خارجه دفتر د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور رابللی او په دغه پېښه ېې ورته سخت احتجاج ‏کړی دی. د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ويلي وو په بريدونو کې هیڅ یو پاکستانی نه دی وژل شوی او نه هم په کومه پاکستانۍ مېرمنه جنسي ‏تیری شوی دی.‏

پاکستاني رسنیو د خالي یا شنبې په ورځ ویلي د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور په دغه پېښه خارجه دفتر ته بلل شوی او د پاکستان لخوا ورته په ‏یاده پېښه خپلې اندېښنې ښودل شوې وې.‏

پاکستان د کرغزستان سفارتکار ته ویلي چې باید حکومت یې د پاکستاني زده کوونکو تحفظ باوري کړي او په دې لړ کې دې ټول ممکنه ګامونه واخلي.‏

د پاکستان خارجه دفتر ویلي چې د پاکستان حکومت ګرده نړۍ کې د خپلو وطنوالو د تحفظ او امنیت چارې په سنجیدګۍ سره اخلي او د هغوي د خېر ‏ښېګړې باوري کولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اخلي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG