لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: بییت لحم سره نژدې د اسرایلي ځواکونو په ډزو فلسطیني تن وژل شوی


د ای پي ترمخه اسرایلي پوځ وویل اسرایلي ځواکونو د اتوار، يکشنبې، په شپه ناوخته په هغه تن ډزې وکړې چې د وېسټ بېنک په لویه لار تېرېدونکي اسرایلي موتړ یې د اور په بم ویشتلو
د ای پي ترمخه اسرایلي پوځ وویل اسرایلي ځواکونو د اتوار، يکشنبې، په شپه ناوخته په هغه تن ډزې وکړې چې د وېسټ بېنک په لویه لار تېرېدونکي اسرایلي موتړ یې د اور په بم ویشتلو

د فلسطينیني وېسټ بېنک علاقې د بیت لحم ښاره سره نژدې د اسرایلي ځواکونو په ډزو یو فلسطیني تن وژل شوی دی. دا خبر اېسوسي اېټېد پرېس خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ د فلسطیني صحت وزارت له قوله ورکړی او وايي د فلسطیني تن وژل کېدل د روژې په میاشت کې د تشدد د لړۍ ورستۍ پېښه ده.

د ای پي ترمخه اسرایلي پوځ وویل اسرایلي ځواکونو د اتوار، يکشنبې، په شپه ناوخته په هغه تن ډزې وکړې چې د وېسټ بېنک په لویه لار تېرېدونکي اسرایلي موتړ یې د اور په بم ویشتلو.

ای پي وايي په تېرو 24 ګټنو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي چې دوه مېرمنې هم پکې شاملې دي.

ای پي وايي په تېرو څو هفتو کې د فلسطینیانو په حملو کې 14 اسرایلیان وژل شوي دي او په ځواب کې اسرایل په وېسټ بېنک کې پوځي هلې ځلې زیاتې کړي دي.

تېر کال په یروشلم کې د روژې په میاشت کې د احتجاجونو او نښتو په نېتجه کې د اسرایل او د فلسطین د حماس ډلې ترمنځ یولس ورځې جنګ شروع شوی و.

ای پي وايي د ورستي تاوتریخوالي باوجود حالاتو د پرامنه کولو دپاره اسرایل یو شمېر ګامونه پورته کړي دي چې پکې د حماس د انتظام لاندې د فلسطین په غزه کې مېشته د زرګونو په شمېره کې فلسطینیانو ته په اسرایل کې د کار کولو اجازت نامې ورکول هم شاملې دي.

د اسرایل پوځ د ګل، دوشبنې، په ورځ وویل په وېسټ بېنک کې په وسله والو هلو ځلو کې ککړتیا په شک کې یې 13 فلسطینیان نیولي دي او دا چې دغو کسانو د نیولو په مهال فلسطینیانو اسرایلي عسکر په کاڼو وویشتل او په لارو کوڅو کې ټایرونو ته اورونه واچول.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG