لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په غزه د اسرايل په هوايي بريد کې د یو وسله وال  کمانډر په ګډون 10 تنه وژل شوي


فلسطيني چارواکو ويلي اسرايل په غزه کې هوايي بريدونه کړي چې د يو وسله وال کمانډر په شمول پکې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. اسرایل ويلي په بريد کې يې اسلامک جهاد نومې مسلح ډله په نخښه کړې ده.

د اېسوسي اېتېډ پرېس خبري ادارې ترمخه اسرایل ویلي د يو مهم تندلاري مشر د نيولو وروسته د تندلارې ډلې لخوا د خطرې ګواښ له امله یې پوځي عملیات وکړل.

د پېښې وروسته فلسطیني تندلارو په مرکزي او جنوبي اسرايل کې راکټې داغلي او اسلامک جهاد ډلې ویلي د 100 پورې راکټې يې ويشي دي.

د اسرايل او په غزه کې د حماس تندلارو واکمنو ترمنځ په تيرو 15 کلونو کې څلور جګړې او څو ځله وړې نښتې شوي کومو چې د فلسطينيانو د دوه ملينه ابادۍ علاقه اغېزمنه کړې ده.

د پروني بريدونو په اړه د اسرايل وزیراعظم ياير لېپډ په ټیلي ويژن وېنا کې ویلي، دغه بريدونه يې د سختو ګواښونو يا دړکو په بنياد کړي دي.

هغه ویلي، حکومت يې د غزه لخوا هر ډول بريد ته هیڅ قسمه زغم نه لري او اسرايل به کله غلی نه کښينې چې عامو وګړو ته یې خطره وي. هغه زیاته کړې چې اسرايل په غزه کې د شخړې خواهش نه لري خو د دې نه به شاته کيږي هم نه.

د فلسطين د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په برید کې په وژل شوو کې پينځه کلنه ماشومه او 23 کلنه ښځه هم شامل ده او 55 کسان پکې ژوبل شوي دي.

له دې وړاندې اسلامي جهاد نومې ډلې ویلي، تايثير الجباري چې د غزې د شمالي برخې کمانډر وو، په وژل شوو کې شامل دی. د هغه او نورو وژل شوو جنازو ته په لسګونو ورغلي د فلسطین بېرغونه او د اسلامي جهاد بېنرې ورسره وې او د بدل/ غچ اخستو نعرې يې وهلې.

د اسرايل مطبوعاتو ويلي، په مرکزي اسرايل کې د راکټو شعلې ليدل شوي او د اسرايل دفاعي نظام دغه راکټې په هدف کړي، خو په تل ابيب کې چاودنه اورېدل شوې ده، په سمدستي ډول د مرګ ژوبلو کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

اسرايل د جمعې په ورځ نورې حملې هم جاري ساتلي چې پکې د اسلامي جهاد مرکزونه او د وسلې جوړولو ځایونه شامل دي.

د اسرايل د پوځ ویاند ویلي، الجباري يې ځکه په هدف کړی چې هغه د څو حملو زمه وار وو، او د دفاع وزیر يې ویلي د 25000 پوځيانو منظوري يې ورکړې چې ضرورت پېښږي دوی به چمتو وي، د پولې سره نزدې علاقو کې سکولونه تړل شوي او خلکو د ځانګړو حالاتو لارښوونه شوې ده.

بل لور ته د اسلامي جهاد ډلې مشر زياد النخالح د ايران څخه المعيادين ټي وي ته ویلي، د فلسطين مذاحمتي جنګیالي به د بريد په ضد يو ځای ودريږي. هغه ويلي هيڅ سره کرښه به نه وي او د تشدد تور يې په اسرايل لګولی دی.

او د حماس وياند فوزي برهوم ویلي، دښمن اسرايل د غزې پرضد يرغل او نوی جرم کړی دی، د دې قيمت به ورته ادا کول وي او د دې زمه واري به زغمي.

اسلامي جهاد نومې ډله د حماس نه وړه يا کوچنۍ ده خو په لويه کې همفکره دي. دواړه ډلې د اسرايل د مودجوګۍ مخالفت کوي او په تيرو کلونو کې يې په اسرايلو ډېرې راکټې ويشتي دی. دا نه ده په ډاګه چې اسلامي جهاد نومې ډله په حماس کنټرول لري خو اسرايل د راکټو بريدونو زمه وار حماس ګڼي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه شایع شوی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG