واشنګټن- د فلسطين د صحت محکمې چارواکو ويلي اسرايلي ځواکونو په مقبوضه غربي غاړه کې د چاپو په ترڅ کې نهه تنه وژلي چې يوه پکې شپېته کلنه ښځه هم ده. په دې مرګوني چاپو کې يو شمېر خلک ژوبل شوي هم دي.
د چارواکو په وينا تشدد هغه وخت وشو کله چې د جنين د کډوالو په کيمپ کې چاپې وهل پيل شوې کوم چې په وېسټ بينک کې د وسله والو مظبوط مرکز دی او اسرايلي ځواکونه پرې د تېر يو کال نه چاپې وهي.
اسرايلي پوځي چارواکو منلي چې پوځي عمليات روان دي خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي. اسرايلي ميډيا ليکلي د چاپو په وخت په اسرايلي پوځيانو ډزې شوي. په وژلو شوو تنانو کې يو تن پېژندل شوی چې وسله وال دی.
د فلسطين د صحت وزيرې می الکايله ويلي پيراميډېکس کوښښ کړی چې په روانه جګړه کې ځان ټپيانو ته ورسوي. هغې وويل چې اسرايلي ځواکونو د اوښکو بيونکي ګيسونه استعمال کړي چې د يو هسپتال د ماشومانو وارډ پکې په نخښه شوی چې ماشومانو ته يې د ساه اخستلو تکليف جوړ کړی. پوځ په دې حقله څه نه دي ويلي.
د جنين هسپتال چارواکو ويلي د وژلې شوې ښځې نوم مغدا عبيد دی او د يو بل څلوريشت کلن تن نوم يې صايب ازريقي ښودلی کوم چې په زخمي حالت کې هسپتال ته راوړل شوی وو او بيا هغلته يې ساه ورکړه.
د الفتاح ګوند وسله واله څانګه د الاقصا د شهيدانو بريګيډ دعوه کړې په وژل شوو خلکو کې يو ايز الدين صلاحت دی چې وسله وال و. وزارت صحت ويلي کم نه کم شپاړس تنه ټپيان شوي.
د فلسطين اتارټي وياند نبيل ابو روديح د پیښې غندنه کړې او په نړيواله ټولنه يې غږ کړی چې د دې خلاف دې اواز پورته کړي.
د اسرايل او فلسطينيانو تر منځ تاو تريخوال د تېر کال د سپرلي نه سېوا شوی کله چې اسرايلي ځواکونو د فلسطينيانو د حملو په ځواب کې چاپې وهل پيل کړلې. په دغه حملو کې نولس تنه وژل شوي وو او په پرله پسې حملو کې ټول 30 تنه وژلي شوي وو.
د زيارت د ورځې د وژنو سره د وژل شوو فلسطينيانو شمېر 29 ته رسېدلی. تېر کال نزدې 150 فلسطينيان وژلي شوي وو. اسرايلي چارواکو ويلي وو وژل شوي تنان وسله وال وو.