لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطینیان وايي اسرایلي ځواکونو په جنین کې دوه فلسطینیان وژلي دي


روېترز وویل په جنین کې د تېر یو کاله راهسې تشدد په داسې حال کې زیات شوی چې د اسرایل په مختلفو ښارونو کې د حملو وروسته اسرایلي ځواکونو په ښار کې د مشکوکو وسله والو خلاف چاپې زیاتې کړي
روېترز وویل په جنین کې د تېر یو کاله راهسې تشدد په داسې حال کې زیات شوی چې د اسرایل په مختلفو ښارونو کې د حملو وروسته اسرایلي ځواکونو په ښار کې د مشکوکو وسله والو خلاف چاپې زیاتې کړي

د وېسټ بېنک په جنین ښاره کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یوې چاپې په مهال اسرایلي ځواکونو دوه فسلطینیان وژلي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د فسطینیانو د وژل کېدو خبره فلسطیني د صحت کارکونکو او عېني شاهدینو کړې ده.

وېل کېږي چې په وژل شویو فلسطینیانو کې یو استاذ او بل وسله وال و.

اسرایلي پوځ وویل امنیتي ځواکونو يې په جنین کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ترهګرۍ ضد اپرېشن کولو چې مسلح فلسطینیانو پې ډزې وکړې او اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې.

روېټرز وویل د اسرایلي پوځي ترجمان نه چې په ډزو کې د فلسطیني استاذ د وژل کېدو په اړه پوښتنه وشوه، نو ویې وېل چې د پېښې تحقیقات شروع کړی شوي دي. ترجمان زیاته کړه چې اسرایلي ځواکونه سوېلینز (عام شهریان) قصداً نه په هدف کوي.

روېترز وویل په جنین کې د تېر یو کاله راهسې تشدد په داسې حال کې زیات شوی چې د اسرایل په مختلفو ښارونو کې د حملو وروسته اسرایلي ځواکونو په ښار کې د مشکوکو وسله والو خلاف چاپې زیاتې کړي.

د روېټرز ترمخه د جنورۍ د لومړۍ نېټې راهسې 17 فلسطینیان چې پکې وسله وال او ملکي کسان شامل دي، د اسرایلي ځواکونودلاسه په وېسټ بېنک کې وژل شوي دي.

د صحت فلسطیني وزارت په جنین کې د استاذ او د مسلح تن د وژل کېدو تصدیق وکړو او ویې وسله وال د اسلامک جهاد ډلې غړی و.

روېټرز ترمخه فرید بواقنه،‌ د وژل شوي استاذ جواد بواقنه، زوي وویل د اسلامک جهاد وسله وال د خپل کوره بهر په ډزو ووېشتل شو او هغه او پلار یې مرستې ته ورغلل.

فرید وویل پلار يې ويشتل شوي وسله وال ته لومړی طبي امداد یا فرسټ اېډ ورکولو چې پلار يې هم په ډزو وویشتل شو.

د اسرایل پوځ ویلي یو عسکر يې زخمي شوی هم دی.

په وېسټ بېنک، غزه او مشرقي یروشلم مشتمل اسرایلي ریاست د قیام غرض د امريکې په منځګړیتوب امن مذاکرات د کال 2014 راهسې ځنډېدلي دي.

روېټرز وویل د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په مشرۍ کې د ډسمبر په میاشت کې د اسرایل د نوي حکومت جوړېدو نه پس د امن مذاکراتو د بیا شروع کېدو امکان کم شوی دی. رپورټ وايي د نېټن یاهو په حکومتي اتحاد کې ځینې انتهاپسند ډلې د فلسطیني ریاست د قیام مخالفت کوي او نوي حکومت په وېسټ بېنک کې د یهودیانو اباد کاري ترجیح بللې ده.

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون به د زیارت، پنجشنبې،‌ په ورځ د اسرایلي او فلسطيني رهبرانو سره خبرې کولې چې د دوو ریاستونو دپاره د واشنګټن ژمنه تکرار کړي. دا خبره ترجمان جان کربي د شورو، چهارشنبې، په وکړه.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG