فلسطيني چارواکو ویلي په شمالي وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو د جمعې په ۱۸ کلن فلسطینی ووژل شو او د تشدد په بله پېشه کې اسرایل ابادکارانو په یو کلي یرغل وکړو چې په نتیجه کې یې د کلي اوسېدونکو سره یې جګړه شروع شوه او یو فلسطینی په کې ووژل شو.
د جمعې په ورځ وژنې د تېرو څو میاشتو راهسې په وېسټ بېنک کې د راپارېدلي تشدد ورستۍ لړۍ وه.
د صحت فلسطیني وزارت وویل اسرایلي ځواکونو ۱۸ کلن حمد ابو سان په طولکرم کې په سر په ډزو وویشتلو.
د فلسطیني مسلح ډلې اسلامک جهاد مقامي څانګې وویل فلسطینیانو د اسرایلي چاپې خلاف احتجاج وکړو، اسرایلي ځواکونو ډزې وکړې، د اوښکو ګېس یې وچلولو او فلسطینیانو په اسرایلي ځواکونو کاڼې وويشتل او چاودېدونکي مواد یې خلاص کړل.
اسرایلي پوځ وویل په حمله کونکو یې ډزې وکړې. اسرایلي پوځ وویل د وېسټ بېنک په کلیو کې یې پېنځه فلسطینیان ګرفتار کړل او اسرایلي ځواکونو چاودېدونکي مواد ترلاسه کړل او مظاهره چیان یې منتشر کړل.
هم د جمعې په ورځ د صحت فلسطیني وزارت وویل مسلح اسرایلي ابارکارانو د رام الله په مشرق کې په برقع نومې کلي یرغل وکړو او یو ۱۹ کلن تن يې ووژلو.
اسرایلي پوځ وویل د پېښ په اړه رپورټونو ته کتنه کوی.
د فلسطيني ادارې وزیراعظم محمد اشتیه غوښتنه وکړه چې په برقع حمله کونکي باید چې د حملې نه بچ پاتې نه شي.
په شمال مغربي وېسټ بېنک کې د تېرې څه مودې راهسې په تشدد کې اضافه شوې ده، د اسرایلي ځواکونو د چاپو په جواب کې فلسطینیانو او انتهاپسندو یهودي اباد کارانو حملې زیاتې کړي دي.
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد دا لړۍ په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو زیاته ده. د ۲۰۲۳ کال د شروع کېدو راهسې، د ای پي شمېرې ښښي، د ۱۵۰ نه فلسطینیان د اسرایل په ډزو وژل شوی دي. اسرایل وايي زیاتره وژل شوي کسان وسله وال وو خو په اسرایلي چاپه مار عسکرو ګاني ورکونکي فلسطینیان او لارونکي هم وژل شوي دي، ای پي وايي.
سږ کال تر اوسه پورې د اسرایلیانو خلاف د فلسطینیانو په حملو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
اسرایل د ۱۹۶۷ په جنګ کې وېسټ بېنک، د غزه پټۍ او مشرقي یروشلم ونیولو. فلسطینیان په دغو سیمو مشتمل ازاد ملک غواړی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum