لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د پنجګورضلعې مرستيال کمنشر په ډزو وژل شوی


Panjgur district
Panjgur district

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته څېرمه مستونګ سيمه کې د پنجګور ضلعې مرستیال کمشنر ذاکر بلوڅ د وسله والو په حمله کې وژل شوی او د ضلعي چېرمېن زخمي شوی دی.

د مستونګ ډپټي کمشنر سيد سميع الله اغا په وينا، په بريد کې درې کسان ټپيان شوي وو چې ځايي روغتون غوث بخش ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو خو د سختو ټپونو له کبله يو زخمي تن ذاکر بلوڅ ساه ورکړې او نور دوه تر درملنه لاندې دي۔

د سيمع الله آغا په وينا، ذاکر بلوڅ د پنجګور ضلعې مرستيال کمنشر وو، او له هغه سره په ټپيانو کې د پنجګور د ضلعي کونسل مشر ملک جان بلوچ او د ملک جان شامله دي۔

د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي پېښه غندلې او امر يې کړی چې په پېښه کې ککړ دې ژر تر ژره ونيول شي۔
په سرکاري بيان کې ويل شوي چې ذاکر بلوڅ يو تکړه او له صلاحيت ډک افسر وو، چې په وژنه کې ککړو ته به يې ضرور سزا ورکول کېږې۔

د مستونګ د روغتون د چارواکو په وينا، د ذاکر بلوڅ پر ملا ګولۍ لګېدلې او د ډسټرکټ چيئرمېن ملک جان او د هغه د ملګري پر پښو ګولۍ لګېدلې دي چې حالت له خطر وتلی دی۔

دمستونګ د مرستيال کميشنر د سيمع الله آغا په وينا، ضلعې چيئرمېن او ډپټي کمشنر پنجګور كوټې ښار ته ګډ په خپل موټر کې روان وو چې د كوټې او کراچۍ تر ميان پر لويه لار د مستونګ ښار په کډ كوچه كنډ عمراني سيمه کې په نخښه شول۔

ملک جان د بلوچستان د نیشنل پارټۍ د صدر او د پنجګور څخه د بلوچستان اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوچ ورور دی۔

د بلوچستان نيېشنل ګوند په خپاره کړي بيان کې پر پېښه خفګان څرګند کړی او ويلي چې حکومت دې د داسې پېښو د نيولو جدي ګامونه پورته کړي، بيان کې زيات شوي چې داسې پېښې بلوچستان د ناامنۍ پر لوري بياي۔

د پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخټه کوم چا نده منلې۔

په تيرو څلوريښت ساعتونو کې په کوټه او مستونګ کې دا شاوخوا شپږمه د نا امنۍ پېښه ده.

د پوليس چارواکو په کوټه ښار کې په څلور جلا جلا لاسي بمي بريدونو کې تر د يوه ماشوم او درې ايف سي عسکرو په ګډون دولس تنه ټپي شوي دي۔

لاسمي بمي بريدونو کې يو د ايف سي پر چوکۍ، يو د نجونو پر ښونځي، يو پر پوليس تهاڼه او بل د پوليس پر موټر غورځول شوی۔
بريدونه په داسې وخت کې کېږي چې د څورلسم اګست ورځ پر را رسېدو ده۔

څورلسم اګست پاکستان د جوړيدو د ورځې په مناسبت هر کال په سخت امنيت کې لمانځل کېږي۔

د هم دې ورځې په مناسبت حکومت په ټوله صوبه کې د سخت امنيت د خوندي ساتلو دعوې کوي۔

د اګست په مياشت کې د زياتره داسې پېښو زمه واري ناقانونه ګرځول شوې بيلا بېلې بلوڅ وسلوالې ډلې مني۔


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG