لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېرس: د تاریخي نوټریډېم ګرجا یو شمیر برخې د اور لګیدو د لاسه سوځیدلې


په پېرس ښار کې د ۱۲مې پېړۍ پخوانۍ او پېژندلې ګرجا نوټرېډېم کې د اوور لګیدو لکبله دغه تاریخي ودانۍ ته سخت زیان رسیدلی خو اوور وژونکې عملې ویلي د ودانې دوه لوې مېنارونه يې د سوځیدو نه ژغورلي.

د پېرس ښار د اوور وژنې څانګې مشر جین کلاېډ تیره شپه ناوخته د یادې ودانې بهر خبریالانو ته ویلي ٫٫ د نوټرډیم چرچ مهمه ودانۍ د تباهۍ نه ژغورل شوې.٬٬ نوموړي ویلي د اوور وژنې په دغه عملیاتو کې د عملې یو تن سخت ټپي شوي.

د اوور لګیدو د پېښې وروسته په یو وخت کې د اوور لمبې تر ۱۰ مېټرو پورې لیدل کیدلې. په دغه اوور کې د نوټريډېم چرچ پوره چت سوځیدلی او مهمې برخې يې پریوتي. د یاد چرچ یو ویاند د فرانس مطبوعاتو ته ویلي وو د چرچ د لرګیو جوړه زیاته برخه امکان دې تباه شوي وي.

نوموړي ویلي په دغه تاریخي چرچ کې د لاس جوړې (آرټ) نمونې او ګڼ شمیر مقدس شایان د ودانۍ نه وېستل شوي.

تیره شپه لګیدلي دغه اوور وژنې په عملیاتو کې تر ۴۰۰ پورې اوور وژونکي تنانو برخه اخستې. تر دې دمه د ۱۲مې پېړۍ دغه تاریخي چرچ کې د اوور لګیدو سبب نه دی معلوم که څه هم د فرانس میډیا رپورټونه کې د چارواکو د خولې وېل شوي امکان دې دغه اوور د چرچ د بیا رغونې د کار له امله لګیدلی وي. په دغه چرچ کې د بیا رغونې د کار لپاره یو شمیر برخې د وړاندې نه ټوټې ټوټې کړی شوي او چارواکو ویلي د دغلته نه د کانزو مجسمې تیره اونۍ لرې کړی شوي.

د فرانس صدر اېمانېول مېکرون په ټوېټر په یو پېغام کې لیکلي ٫٫ زمونږ د ملګرو په رنګ ځه هم نن د خپلو تاریخي برخو په سوځیدو غمجن یم.٬٬ نوموړي د دغه پېښې له امله د وړاندې نه پلان شوې خپله اولسي وینا ځنډولې. د پېرس ښار سرکاري وکیل دفتر ویلي د اوور لګیدنې دغه پېښې پلټنې يې پېل کړي.

د نوټریډېم په چرچ کې د اوور لګیدو وروسته امدادې کار کونکو د خواو شا ودانیو نه خلک خوندي ځایونوته رسولي. د عیني شاهدانو تر مخه دغه اوورد ماښام ۷ بحې لګیدلی وو چې سمدستي وروسته بیا د اوور وژنې عمله سره د خپلو ټرکونو دغلته ورسیدله.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر د دغه پېښې په اړه لیکلي ٫٫ د پېرس پهنوټرډیم په چرچ کې دغه اوور ویرونکی دی. د دغې لپاره فلاېنګ واټر ټېنک کارول پکار دي، پکار ده دغه کار زر تر زره وشي.٬٬

د پېرس ښار نوټرې ډام چرچ د اروپا یو تر ټولو تاریخي او د زیاتو سېلګرو د سېل مرکز دی چې هر کال په مېلینونو سېلګري يې لیدو له ورځي. د ۱۲مې پېړۍ دغه تاریخي چرچ یادونه په پخوانیو کتابونو کې هم راغلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG