د پاکستان پارليمنټ ديو متفقه قرارداد له لارې دامريکائي ځواکونو لخوا دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دهاغو عملياتو غندنه کړې چې پکې دالقاعده مشر اسامه بن لادن وژل شوى ؤ.
ديادو شوؤ عملياتو په موضوع دجمعې په ورځ ترسره شوې دپارليمان ددواړو ايوانونو دگډې ان کيمره غونډې په پايې کې منظور شوي دولس نکته ايز قرارداد کې دايبټ اباد دعملياتو غندنه شوې او ددې د پلټنو لپاره ديو ازاد ملي کميشن دجوړولو وړانديز شوى دى.
دپارليمنټ دگډې غونډې څخه وروستو دپاکستان داطلاعاتو وفاقي وزيرې ډاکټر فردوس عاشق خبريالان دقرارداد دتفصيلاتو څخه خبر کړي دي.
وفاقي وزيرې وويل قرارداد کې دپارلمان غړو دترهه گرۍ په ضد دجگړې په تگلارې او امريکا سره په اړيکو دنظرثانۍ تجويز کړى دى.
قرارداد کې دحکومت څخه دهيواد داساسي قانون په رڼا کې دازادې خارجه پاليسۍ جوړولو غوښتنه هم شوې ده.
دډاکټر اعوان ترمخه قرارداد کې دامريکائي پوځيانو لخوا ايبټ اباد کې يو اړخيز عمليات دپاکستان دازادۍ، خپلواکۍ او سلامتۍ په ضد گام گرځولى او سخته غندنه يې شوې ده، قرارداد وائي په راتلونکي کې به دغه رقم يو اړخيز عمليات نۀ شي زغملى.
قرارداد کې حکومت ته وئيل شوي دي چې دامريکا لخوا په راتلونکي کې دپاکستان په خاوره ددغه رقم يو اړخيزو عملياتو په صورت کې دې افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو گاډو په مخ دپاکستان لاره وتړل شي.
عاشق اعوان خبريالانو ته وويل چې قرارداد کې امريکا څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو دډرون بريدونو اودرولو غوښتنه شوې ده.
هغې وويل قرارداد ايوان کې وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وړاندې کړو چې په متفقه توگه منظور کړل شو.
وفاقي وزيرې وويل متفقه قرارداد کې امريکا څخه غوښتنه شوې چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان قربانۍ په حقيقي معنو کې ومني او ددواړو هيوادونو ترمينځ دبې باورۍ فضاء ختمولو لپاره دې گامونه واخلي.
قرارداد کې دپارلمان غړو وويل چې امريکا سره دبرابرۍ په کچه اړيکې غواړي.
قرارداد کې دپالمان له لوري دقومي سلامتۍ او خپلواکۍ ددفاع دارادې ښکاره شوې او دوسله والو پوځونو سره ديو والي څرگندونه هم شوې ده.
دلسو ساعتو څخه تر زياته وخته پورې روانېدپارليمان دگډې غونډې په مهال دقومي اسمبلۍ او سينيټ غړو ته دډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز، ډائيکټر جنرل ائي ايس ائي او ډپټي ائيرچيف لخوا دايبټ اباد دعملياتو په حقله حال احوال تير کړل شو.
دغونډې په مهال دپوځي چارواکو په ځانگړي ډول دائي ايس ائي دمشر څخه دپارلمان غړو په ايبټ اباد کې داسامه بن لادن دموجودگۍ څخه دپاکستاني ادارو دبې خبرۍ ، دامريکا دلوري ديو اړخيزه عملياتو او په دغو عملياتو دپاکستان دپوځ له لوري دکوم غبرگون نۀ ښودل کيدو ، دپاکستان او امريکا داړيکو ، په قبائيلي سيمو کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو دبريدونو او دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې په حقله سختې پوښتنې هم وکړې.
سرچينې وائي دپوښتنو په مهال چې کله دائي ايس ائي مشر ومنله چې په پاکستان کې داسامه بن لادن دموجوديت څخه بې خبري داستخباراتي ادارو ناکامي ده او په هغې يې دپارلمان او قام څخه بخښنه وغوښته نو په دغه مهال په قومي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر چوهدري نثار وويل هرکله چې دايبټ اباد په پيښه کې استخباراتي شبکو خپله ناکامي منلې ده نو بيا بايد ددې مسؤلين هم وښودل شي.
سرچينې وائي دچوهدري نثار ددغه خبرې په ځواب کې دائي ايس ائي مشر وويل په امريکا کې دنائن اليون او په هند کې دممبۍ دپيښو څخه وروستو دغو قومونو خپلو کې يو والى ښکاره کړى ؤ، خو دافسوس خبره ده چې دايبټ اباد دعملياتو راپديخوا تر دې مهاله په مونږ باندې نيوکې روانې دي.
په قومي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر چوهدري نثار دپارلمان دگډې غونډې څخه وروستو خبريالانو ته وويل حکومت په دغه غونډه کې غوښتل چې يو نرم قرارداد دغونډې څخه منظور کړي ، خو دمخالفو گوندونو په فشار حکومت دخپلې ارادې څخه پشا شو.
هغه وويل په قرارداد کې دايبټ اباد دعملياتو په ازاد ډول دپلټنو غوښتنه دمسلم ليگ(ن) په فشار شامله کړل شوې ده.
دنوموړي وينا وه دپلټنو دغه ازاد کميشن به دوزيراعظم او دمخالفې ډلې دمشر په مشورې سره ټاکل کيږي چې پکې دججانو، وکيلانو او مدني ټولنې داستازو شموليت هم متوقعې دى.
دمخالفې ډلې مشر هيله څرگنده کړه چې حکومت به په دغه قرارداد په سنجيدگۍ سره عمل کول باوري کړي.
اسلام اباد : پارلېمنټ د ایبټ اباد د پېښې د پلټنو لپاره د يو ازاد کميشن جوړولو غوښتنه کړې

1