لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

٫٫ چې د پښتنو بچي قتلیږي- دا څنګه ازادي ده؟ ٬٬


په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقیب مسید لپاره اسلام اباد ته رسیدلی لاریون کې یوه نعره تر په نورو ټولو ډیره زوروره وه او هغه دا ٫٫ چې د پښتنو بچي قتلیږي- دا څنګه ازادي ده؟ ٬٬.

دغه لاریون ته د وینا په مهال د عوامي نېشنل ګوند بشراګوهر ویلي د پښتنو ګڼ ځوانان شهیدان شوي خو تر ننه يې چا تپوس نه دی کړی. میرمن بشراګوهر ویلي: ٫٫ پښتنو راویخ شئ، دا وخت د خپل حق ګټلو دی. تاسو د خپلې خاورې نه در په در کړی شوي يۍ. تاسو ته ازاد قبایل وايي او داسې ازاد چې د خپل حق تپوس هم نه شئ کولی.٬٬

میرمن بشرا ګوهر وړاندې ویلي د پښتنو بچي قتلیږي، پښتانه بې کوره کیږي او بیا يې پوښتنه کړې، دا څنګه ازادي ده؟

د پښتون قامي جرګې په نوم پیل شوي دغه لاریون کې نن په زرګونو کسانو په اسلام اباد کې د راؤ انور او حکومتي ادارو پرضد شعارونه وهلي او غوښتنه يې کوله د نقیب مسید په وژنه کې ککړ تن نه نېول د حکومت ناکامي ده.

په خپله وینا کې میرمن بشرا ګوهر ویلي پښتنو ته تل په غوږ کې د بهادرۍ او باتورۍ نعره وهل شوې ده، دوي ته ویل کیږي تاسو قربانۍ ورکړي. بیا يې پښتنه کړې ده چې څوک دومره قرباني ورکوي تاسو يې څنګه د خپلو کورونو اوباسۍ؟ پښتانه دا ظلم نور نه شي زغملی.

دغه لاریون ته د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسید هم په خپله وینا کې ویلي د هر پښتون په کور کې ظلم شوی، د نقیب مسید وژنه د قام وژنه ده.

د اسلام اباد دغه لاریون نور حال د ارشد حسین نه په یو رپورټ کې په لاندیني لنک واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00

XS
SM
MD
LG