لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه پښتنو مياندې، خويندې د مودو راهسې په وير کې دي


د بې درکه پښتنو مور پلار، خويندو وروڼو او خپل خپلوان وايي چې قيصې يې ډېرې بوگنونکي دي او د کمزوري اعصاب لرونکو د اوريدو نه دي.

د سوات د يوې مور هغه دردونکې وينا د خلکو د زړه نه د وتلو نه ده چې د اسلام اباد په پښتون لانگ مارچ کې يې ويل، ٫٫ ځوی مې پوځيانو وړی دی او دا اوم کال شو چې د مړ ژوندي پته يې نه لگي. ځوانه ښځه او څلور بچي يې راته ناست دي. نظرمې لاړو او په سترگو کې مې اوبه هم وچې شوې. زه څه وکړم، چرته لاړه شم او چا له لاړه شم؟٬٬

د دغې مور په شان په زرگونو مياندې شپه او ورځ ژاړي او دا غم يې خوري چې بچي به يې ژوندي هم وي او کنه؟

هم په دغه ميدان کې يوه بله مور وايي، ٫٫ زما ځوی پينځه کاله وشو چې ژوندی ژاړن ورک دی. پوځيانو رانه یوړو نو اوس به پسې زه چرته وگرځم. کوژدنه جينۍ ترې پاتې شوه او هغه يې اوس بل چا له ورکړه.٬٬

بې شميره داسې قیصې دي چې د اوريدو توان لرل يې گران دی او بې شميره داسې پښتنې ښځې او پيغلې په کور ناستې کالو سر په دې تمه لارې څاري چې يو نه يو ورځ به يې د زړه ټکړې بيرته راستانې شي. کوم پښتانه چې په جعلي پوليس مقابلو کې وژل شوي او يا په پوځي زندانونو کې مړه دي نو که غم يې هر څومره د زغملو نه وي خو د کورنيو زړونه يې په دې صبر دی چې بچي يې ورک نه دي او دغه نه ختمېدونکی او نه تېرېدونکی انتظار خو نه دی ورپه غاړه.

ډيوه د بې درکه کړی شوي پښتنو په اړه خصوصي خپرونه پيل کړې ده چې د هرې شورو يا چهار شنبه په شپه د پاکستان په وخت د شپې په يولس بجې يې (شپه په خېر) خپرونه کې اوريدلی شئ. په تيره خپرونه کې راته د سويلي وزيرستان ضيا الدين محسود وويل چې د هغه ۴٧ کلن ورور اجمل الدين د خپلې خوراۍ مزدورۍ د پاره د کوره وتلی و او امنيتي ادارو اوچت کړی چې د کال م٢٠١٢ نه دېخوا يې هيڅ درک نشته.

مير اکبر د کرم ايجنسۍ نه خبر راکړو چې د خدای دادخيلو سردار شاه د کال ٢٠٠٩م نه بې درکه کړی شوی او درې نور تنه نورمحمد، صحبت خان او عبدالله خان دکال ٢٠١۴م نه را په ديخوا چا په سترگو نه دي لیدلي.

د اورکزۍ اېجنسې حضرت چې یو غريب مزدور دی وايي، د تره ځوی محمد شهود يې د فرورۍ ٢٠١٥م نه امنيتي ادارو د پېښور نه اوچت کړی او لا بې درکه دی. د باجوړ جهانزيب د سلطان او گل ناميار په اړه اوویل، يو يې ورور او بل يې د تره ځوی دی، په کال ٢٠٠٩م کې د تبليغ نه واپس کور ته راروان وو چې کور ته نزدېې پوځيانو د تفتيش د پاره ونيول او تر ننه بې درکه دي.

د بې درکه کړل شوو پښتنو سره لوې ظلم دا روان دی چې پوځي او امنيتي چارواکي ورته د ملاقات اجازت هم نه ورکوي او نه ورته د نيول شوو خلکو څه قسمه معلومات ورکول کېږي.

د پښتون تحفظ تحريک مشر منظور پښتين په اسلام اباد کې د پرلت په وخت په خپلو غوښتنو کې دا غوښتنه هم کړې ده چې د بې درکه کړی شوي خلکو د پاره دې خصوصي کمېشن جوړ کړی شي چې د دوې مقدمې عدالت ته يوړلی شي که څوک پکې په ترهگرۍ کې ککړ وي سزا دې ورکړی شي او بې گناه دې ازاد کړی شي.

د پښتنو د روان غورځنگ غټه پوښتنه دا ده چې د ترهگرۍ د لاسه يو خوا د زرگونو پښتنو وژنه روانه ده او د بلې خوا په زرگونو پښتانه د ترهگرۍ په شک د پاکستان امنيتي ادارو د کورونو او بيلا بيلو ښارونو نه اوچت کړی شوي دي چې د کلونو کلونو راهڅې بې درکه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG