لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنه مور: د پاکستاني پوليسو د لاسه وژل شوي غبرګو ځامنو غم په غبرګو سترګو ړنده کړم


islamabad protest
islamabad protest

په اسلام آباد کې د نقيب الله مسيد د وژنې په ضد پښتون لاريون ته د سوات يوه مور وايي، په کراچۍ کې ورله پوليسو دوه غبرګ ځوانان ځامن وژلي او دغې غم په سترګو ړنده کړې ده.

په اسلام آباد کې د احتجاجي لاريو په سټېج د پاسه په بورقه کې پټ مخ يوه مور وايي" زما دوه ځامن يي په کراچۍ کې شهيدان کړل، يو يي ونيوه ،ځان سره يي بوتلو ،او چې دوه مياشتې اوشوې بيا يي پسې هغه بل ونيو، او دغه راؤ انوار ورسره پخپله وو ما يي په ضد په هايي کورټ کې کېس داخل کړو، کېس وس هم چليږي خو زما ځامن يي شهيدان کړل"

دغه مور په سلګو کې وايي د وژلو وروسته ورله پوليس خپل ځامن هم نه ورکول، وايي په جرګو ننواتو يي ورله د ځامنو مړي ورکړل، او هم په دې اسلام آباد کې يي خښ کړل.

په سوشل ميډيا خپرو شوو ويډيوګانو کې دغې مظلومې مورد کراچۍ د معطل شوي پوليس افسر راؤ انوار د تشدد بوګنونکي قيصې په احتجاجي پرلت ناست خلک هم د ځآن سره په سرو سترګو وژړول،

هغې ووېل د وژل شوي ځامنو يتيمان بچي او کونډې ورته پاتې شوې ، دغې دروند غم په سترګو ړنده کړې او په کټ ته يي غورځولې .

هغې د خپلو وژل شوو غبرګو ځامنو لپاره په سلګو کې د انصاف غوښتنې کړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG