د کرونا وبا خوریدو وروسته د یو شمېر هیوادونو لخوا په ګڼو هیوادونو سفري بندیزونه لګول شوي وو چې له سببه یې ګڼ مسافر د تګ راتګه پاتې شوي وو. په نژدېو ورځو کې د عرب اماراتو او نورو عربي هیوادونو لخوا په پاکستان لګول شوي سفري بندیزونو پښتانه مسافر د ګڼو کړاونو سره مخ کړي وو. په دغه مسافرو کې یو د وزیرستان سعید خان هم دی، چې د ډیرو تکلیفونو وروسته اماراتو ته رسیدلی. سعید خان خپله کیسه وي او ای ډیوه ته کړې.