د خېبر ضلع باړه بازار کې په زرګونو خلکو د وسله والو فعالیتونو او هدفي وژنو په ضد احتجاج کړی
د خېبر ضلع باړه بازار کې د ځايي سياسي ګوندونو مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو په سيمه کې د وسله والو بيا فعاله کېدو او د هدفي وژنو په ضد احتجاج کړی. احتجاج کونکو وېلي دوي په خپله سيمه کې امن غواړي او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د وسله وال فعاليتونو مخ نيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي