لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"2019 په افغانستان کې د سولې کال دی" عمر داودزی


د صدر اشرف غني ځانگړي استازي محمد عمر داودزي ويلي دي چې په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي.

ښاغلي داودزي د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل:

"سولې ته ورنزدې کیږو، 2019 کال انشاالله د سولې کال دی، چې په ورنزدې کیدو باندې یو نو د مختلفو زرایعو نه مختلفو طریقو نه ځان اماده کوو چې هم په منطقه کې اجماع جوړه شي، بین الملي اجماع خو جوړه ده"

ښاغلی داودزی د جنورۍ په اتمه نیټه د پاکستان په څلور ورځني سفرروان دی. هغه وویل چې په دې سفر کې به د پاکستاني حکومتي او پوځي چارواکو سره ويني:

"زه د رئیس جمهور د خاص استازي دنماینده په توگه د منطقوي اجماع د حاصلولو د پاره البته د سولې په مورد کې خپل لومړی سفر د پاکستان نه شورو کوم"

د محمد عمر داودزي مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:46 0:00

په تېرو څو کلنو کې افغان چارواکو بیا بیا ويلي دي چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او هغه وسله والو ته یې پټ ځایونه ورکړي دي چې په افغانستان کې حملې کوي.

خو ښاغلي داودزی وايي د نور کله په پرتله د پاکستان په تگ لاره کې مثبت فرق ويني،

"ډېر فرق دی د پاکستان وزير خارجه په دوه ورځو کې ددې ټولې منطقې دوره وکړه، په دغه نیت چې د افغانستان سولې په نفع"

هر څو که ښاغلی داودزی 2019 په افغانستان کې د سولې کال گڼي خوځيني څیړونکي وايي یو شمېر مشکلې فیصلې لا پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه او خبریال رحيم الله یوسفزی وايي د نور کله په پرتله هلې ځلې ضرور سوا شوي دي خو حالات به کوم لوري ته لاړ شي دا ویل گران دي. ښاغلي یوسفزي وی او ای ډیوه ته په یوه مرکه وویل:

"مشکلات شته دی، کار اسان نه دی، په داخل کې تر ټولو لوی چیلنج دی، ځيني خلق طالبانو ته رعایت نه ورکول غواړي"

خو ځيني څیړونکي د ښاغلي عمر داودزي ددغه خیال سره اتفاق کوي چې په افغانستان کې د سولې امکانات سوا شوي دي.

د څېړونکو په خیال د سولې په پروسه کې د سیمه ایزو طاقتونو تندو هلو ځلو گمانونه سِوا کړي دي چې افغان طالبان به پخلا شي او په افغانستان کې به 17 کلنه جگړه پای ته ورسي.

د افغانستان د چارو کارپوهان دا گمانونه شاید ځکه کوي چې د سيمه ایزو طاقتونو پاکستان، روس، چين،ایران، متحده عرب اماراتو،سعودي عربستان او قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې د نور هر کله په پرتله ډېر چټکتوب شورو کړی دی. ددغه یادو هیوادونو مشرانو وار په وار ويلي دي چې طالبان به پخلا کړي او د افغان حکومت سره به یې نیغه په نیغه خبرو ته کینوي. بلې خوا ته ددې جگړې دوه مهمو فریقینو د امریکا او د طالبانو استازو هم د یوبل په دې تیرو څو میاشتو کې څو ځله لیده کاته کړي کړي دي.

خو طالبان لا تراوسه په خپل دغه دریځ کلک ولاړ دي چې د افغانستان حکومتي چارواکو سره مخ په مخ خبرې نه کول غواړي، البته د امريکايي چارواکو سره د خبرو روانو ساتلو پخلی یې کړی دی.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې "د جگړې او غیرقانوني قبضې" د پای ته رسېدو په مقصد یې له امریکې سره یې د خبرو اترو لپاره اړیکي دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له وی او ای سره په مرکه کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو امکان یو ځل بیا رد کړی دی.

خو عمر داودزی خوشبینه دی چې طالبان به د افغان چارواکو سره مخ په مخ خبرو ته تیار شي البته هغه البته دا ونه ویل چې دغه خبره په کوم دليل کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG