لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دليبیا د تښتول شوې الوتکې څه سورلۍ او څه کارکونکي پرېښودل شوي دي


د مالټا وزيراعظم جوزف موسکاټ په خپل ټویټر ليکلي دي د الوتکې څه کارکونکي غړي او یو سل نهه سورلۍ خوشې کړې شوي دي. د انگریزۍ اخبار ډيلي میل واېي چې د مالټا یو وزير ورته ويلي دي د الوتکې تښتونکو د سیاسي پناه اخستو خواست کړی دی خو د تښتونکو سمه پیژندگلو لا نه ده شوې . ځيني نړيوال نشریات ښاېي چې د جهاز څخه شين یا زرغون رنگه بیرغ راښکاره کړې شوې ؤ . دغه بیرغ د پخواني آمر کرنل قذافي د دولت د رسمي بیرغ سره سمون خوري .

په سر کې ویل شوی وولاسي بم په لاس دوه اغوا کونکو دليبیا د مسافرو یوه الوتکه مالټا ته تښتولې ده چې پکې 118 کسان سواره دي. رائټرزخبري اداره واېي قذافي پلوه هاېي جیکرز یا جهاز تښتونکو د افريقين ایر لاین کمپنۍ ایر بس 320 د لیبیا څخه نزدې هیواد مالټا ته اړولې دی.

مطبوعاتو ويل په جهاز کې دوه کسانو ویلي دي چې که د دوېي غوښتنې ومنل شي نو سورلۍ به خوشي کړي. دا لا نه ده په ډاگه چې د هاېي جیکرز غوښتنې څه دي.

الوتکه دجنوب غربي صباحه ښار څخه طرابلس ته روانه وه . دا سفر څه کم دوه گېنټې جوړیږي

خبرونه واېي په مالټا کې اود لیبیا د طرابلس په ميټاگا هواېي میدانونو خصوصی ځواکونه چټک ولاړ دي

د ميډیټیرېنین جزېرې ورکوټې هیواد مالټا د طرابلس څخه پينځه سوه کلومیټره په شمال کې دی. مالټا ته په 1985 کې د فلسطين سره تعلق لرونکو د مصر یو جهاز تښتولې ؤ چې پکې گڼ شمیر سورلۍ وژل شوې وې.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG