لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سیلاب ځپلي: په کیمپونو کې د ژوند اسانتیاوې نه لرو


د چارسدې د سوات د سيند د غاړي اوسيدونکی خالد حميد وايي سېلابي اوبه يې کلي ته ورختلې وې ، د کور څه سامانونه يې سېلاب وړي او څه اوس د استعمال جوګه نه دي پاتې، د کلي ډير خلک یې زميندار دي او سېلاب يې ولاړ فصلونه هم تباه کړي دي

په خېبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله په زرګونو کورونه ویجاړشوي او د دغو کورونو اوسېدونکي زياتره کسان دخپلوانو او يا په کېمپونو کې ورځې شپې تېروي.

د سیلاب ځپلو که يو خوا مالي تاوانونه شوي نو بلخوا وايي په کېمپونو کې يې هم ژوند په ګرانه تېريږي اؤ ورته هیڅ قسمه اسانۍ نه دي ورکړل شوي.

په خېبر پښتونخوا کې د جون د څوارلسمې نېټې نه راپه دېخوا په بارانونو او سېلابونو کې نزدې شپيته زره کورونه وران شوي دي چې دې کې خواوشاه نيمایي په جزوي او نيم په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

خېبر پښتونخوا کې د سېلابو نو او کورونو ورانيدو له امله دوه نيمو سوؤ نه زيات کسان مړه شوي دي او په نهو ضلعو کې نزدې درې څلوېښت لکه خلک اغېزمن شوي دي.

د چارسدې د سوات د سيند د غاړي اوسيدونکی خالد حميد وايي سېلابي اوبه يې کلي ته ورختلې وې ، د کور څه سامانونه يې سېلاب وړي او څه اوس د استعمال جوګه نه دي پاتې، د کلي ډير خلک یې زميندار دي او سېلاب يې ولاړ فصلونه هم تباه کړي دي۔

"ددې سيند پغاړه اکثره ګني کرل کيږي، هغه پټي ټول سيلابي اوبو وهلي دي، ګني د سېلاب خټو پټ کړي دي، دې کال فصل يې ختم شوی دی."

د سېلاب ځپلو نه ګڼ شمېر خلک خپلو خپلوانو کره اوسيږي، ځني د موټروی په لويه لاره ناست دي او څه د حکومت لخوا جوړ عارضي کېمپونو ته ورغلي دي.

دا خلک وايي د سېلاب نه يې خپل ځان او د کور غړي بچ کړي دي، نور د کور د استعمال څيزونه او ډير څاروي ترې اوبو وړي دي۔ خو وايي په کېمپونو کې يې هم ژوند د کړاونو سره مخ دی.

مريم بي بي وايي هر څه يې اوبو لاهو کړي دي، د ماشومانو د لامبولو د پاره ورسره صابن هم نشته، په ګرمو اوبو څښلو مجبوره دي.

"بچې مو د ګرمۍ له وجې ډير تکليف کې دي، هر وخت وايي چې کور ته واپس ځو، خو کور مو په اوبو کې ګېر دی، د بچو له وجې مو د شپې او ورځې ارام نه وي"

د چارسدې دې کېمپ کې موجود مرستيال کمشنر کفا يت الله خان وايي دوي په کېمپ کې د هر قسمه اسانتیاو ورکولو پوره هڅه کوي .

هغه وايي د خېمو په ځايې کې د بجلۍ دتارونو په زمکه د خوريدو د وجي دغه انتظام نه شي کولی او خېمو کې اوسيدونکي خلکو ته یې بيا بيا ويلي چې هم په کېمپ کې نزدې جوړې پخې وادنۍ ته دې منتقل شي چرته چې ټولې اسانتياوي موجود دي۔

"داخلک په خېمو کې اوسيږي، دلته د بجلۍ تارونه نه شو خورولی ځکه چې ماشومان ګرځي او د نور نقصان خطره ده، دلته مونږ سره لويې هال دی هغې کې د بجلۍ ، اوبو او نورې ټولې اسانتياوې شته، خو د بيا بيا وینا باوجود هم دا خلک هغه هال ته تللو ته نه دي تيار"

انتظاميي چارواکي وايي د ضلعې هغه کلي چې د سوات سيند په غاړه وو او داوبو لاندې راغلې وو اوس د زياتره کلو نه اوبه کوزې شوې دي، د هغه کلیو د لارو صفایي روانه ده او زر ده چې دا خلک خپلو کورونو ته دبیرته تګ جوګه شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG